د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: رایل چیلېنجرز بنګلورو او کلکته نایټ رایډرز یو بل ته مخامخېږي


د مارچ پر ۲۸مه، ډیلي کیپیټلز او راجستان رایلز ترمینځ د لوبې صحنه.
د مارچ پر ۲۸مه، ډیلي کیپیټلز او راجستان رایلز ترمینځ د لوبې صحنه.

د هند د کرکټ په غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ) کې د مارچ پر ۲۹مه رایل چیلېنجرز بنګلورو او کلکته نایټ رایډرز یو بل ته مخامخېږي.

د بنګلور په لوبغالي کې دا سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې راجستان رایلز ، دلي کیپېټلز ته په ۱۲ منډو ماتې ورکړه.

ټاکل شوې چې د مارچ پر ۳۰مه لکنو سپر جاينټس او پنجاب کنګز لوبډلې یو بل ته مخامخ شي.

په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.

د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.

چېنای سوپر کېنګز لوبډله د تېر ۲۰۲۳ز کال د ای پي اېل اتله شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG