د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې میاشت لیدل شوې، روژه د مارچ له ۱۲مې پیلېږي


په کراچۍ کې د مارچ پر ۱۱مه په اسمان کې میاشت ښکاري.
په کراچۍ کې د مارچ پر ۱۱مه په اسمان کې میاشت ښکاري.

د پاکستان د رویت هلال مرکزي کمېټۍ ویلي دي چې په هېواد کې د روژې میاشت لیدل شوې او د مارچ پر ۱۲مه به لومړۍ روژه وي.

د هغې سرکاري کمېټۍ مشر عبدالخبیر ازاد په پېښور کې د غونډې مشري وکړه او وروسته یې خبري غونډې ته وویل ویل چې له پېښور، سوات، لاهور، سرګودې او نورو سیمو څخه یې د میاشت لیدو شهادتونه ترلاسه کړي دي نو ځکه د روژې میاشت د مارچ له ۱۲مې پیلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان، سعودي عرب او ځينو نورو اسلامي هېوادونو کې د مارچ پر ۱۱مه د روژې لومړۍ ورځ وه.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سترې محکمې د مارچ پر ۱۰مه شپې ناوخته اعلان وکړ چې د روژې میاشت لیدل شوې ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د نړۍ مسلمانانو ته د روژې میاشتې مبارکي ویلې ده.

نوموړي پر خپله اېکسپاڼه کښلي چې دی او مېرمن یې جېل بایډن د روژې په مناسبت د امریکا او درستې نړۍ مسلمانانو ته ښې هیلې څرګندوي.

له بلې خوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د مارچ ۱۱مې پر سهار پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې ټولو افغانانو ته د روژې د مبارکې میاشتې د پیلېدو مبارکي وايي.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت د روژې په میاشت کې خلکو ته په ارزانه بیه د شيانو ورکولو لپاره د ۱۲ اربه روپیو بېلولو اعلان کړی دی.

وزيراعظم شهباز شريف د مارچ پر ۱۰مه، په يو بیان کې وويل چې په هغو پيسو به د ملک په بېلابېلو برخو کې په حکومتي لویو دکانونو (یوټېلېټي سټورز) کې خوراکي توکي اېښوول کېږي چې خلک یې په کمه بیه اخیستلی شي.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امين ګنډه پور هم د مارچ پر ۱۰مه له ۸،۵۰۰ غریبو کورنیو سره د مرستو لپاره هر یوې ته د ۱۰،۰۰۰ روپیو ورکولو اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG