د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشربایډن: په هیواد دننه او بهر خپلواکي او ولسواکي له ګواښ سره مخامخ ده


د امريکا ولسمشر وايي پوتين به د اوکراين تر جګړې محدود پاتي نشي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:32 0:00

د امريکا ولسمشر وايي پوتين به د اوکراين تر جګړې محدود پاتي نشي

ولسمشر جوباډین بېګا ناوخته د امریکايي دولت د وضعیت په اړه د کانګرس دواړو جرګو ته په کلنۍ وینا کې وویل چې که څوک دا فکر کوي چې روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین به تر اوکراین وروسته نورې جګړې و نه کړي، نو دا ناسمه ده.

امریکايي ولسمشر جو بایډن ویلي دي چې په هغه هېواد کې ((دننه او بهر خپلواکي او ولسواکي له ګواښ)) سره مخامخ ده.

نوموړي د مارچ پر اوومه ناوخته د امریکايي دولت د وضعیت په اړه د کانګرس دواړو جرګو ته په کلنۍ وینا کې وویل چې که څوک دا فکر کوي چې روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین به تر اوکراین وروسته نورې جګړې و نه کړي، نو دا ناسمه ده.

ولسمشر بایډن د استازو جرګې او سېنېټ غړو ته وویل چې اوکراین د ملګرو هېوادونو د لا زیاتو مرستو په وسیله د خپل ځان دفاع کولای شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې پر پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم انتقاد وکړ او د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ په پیل کې یې د هغو بلوه ګرو یادونه وکړه چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجو پرضد د کانګرس په ودانۍ ورننوتي ول.

په کېمپونو کې مېشت فلسطینیان د خوړو له کمي سره مخامخ دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:59 0:00

ولسمشر جوبایډن هغه پېښه امریکايي جمهوریت ته د ګواښ په نوم یاده کړه.

ده په خپلو خبرو کې پر حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، سخت انتقاد وکړ او و یې ویل چې هغې ډلې په اکتوبر کې په اسراییلو کې ۱۲۰۰ تنه ووژل.

حماس ډلې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل بې ساري برید کړی وو او زیاتره یې ولسي وګړي وژلي او تر ۲۴۰ زیات یې یرغمال کړي وو.

ولسمشر بایډن البته پر اسراییلو هم غږ وکړ چې په غزه کې فلسطینیانو ته د مرستو رسولو لپاره اقدامات وکړي.

امریکايي ولسمشر په خپلو خبرو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د منځني ختیځ لانجه د دوو دولتونو په جوړېدو هوارېدای شي.

بایډن په خپله یو ساعته وینا کې زیاتې څرګندونې د امریکا سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو مسلو په اړه وکړې او د خپل حکومت لاس ته راوړنې یې بیان کړې.

نوموړی غواړي چې د ډېموکراټ ګوند د نوماند په حیث سږ کال په نومبر کې د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG