د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسيې د زندانونو اداره وايي حکومت مخالفه سیاستوال الېکسي نوالني په زندان کې مړ شوی دی


د روسيې حکومت مخالفه سیاستوال الېکسي نوالني ـ انځور له ارشيفه
د روسيې حکومت مخالفه سیاستوال الېکسي نوالني ـ انځور له ارشيفه

د روسيې يو فېډرالي زنداني ادارې په يو بيان کې ويلي دي چې حکومت مخالفه سیاستوال الېکسي نوالني په زندان کې مړ شوی دی.

د فېډرالي زندان د خدماتو ادارې د فبرورۍ پر ۱۶مه وویل چې نوالني نن (د فبرورۍ پر ۱۶مه) په زندان کې تر ګرځېدو وروسته سم نه احساساوه او وروسته بېهوښه شو.

بيان زياتوي چې تر دې پېښې وروسته د زندان طبي عمله سمدستي ور ورسېده او امبولېنس يې راوغوښت، خو د ډاکټرانو په وينا، نوالني بيا سترګې خلاصې نه کړې او مړ شو.

بيان د ډاکټرانو په حواله زياتوي چې د نوالني د مړينې د لامل معلومولو کار روان دی. په خپلواکه توګه د چارواکو د دې ادعا تاييد نه شي کېدلی.

د روسیې دولتي رسنیو هم د دغه بیان په حواله ویلي چې ۴۷ کلن نوالني مړ شوی دی.

دروسيې دولتي خبري اژانس "تاس" د کرېملېن د ویاند دميتري پیسکوف له قوله ویلي چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د نوالني د مړینې له راپوره خبر شوی خو د مړینې د لامل په اړه رسمي معلومات نه لري.

بل خوا د نوالني ډلې په سمدستي توګه د هغه د مړينې پخلی نه دی کړی.

د نوموړې ویاندې کیرا یرمیش پر اېکس ليکلي چې "موږ تر دې دمه په دې اړه پخلی نه شو کولی." نوموړي زياته کړې چې د هغه وکيل زندان ته روان شوی دی.

نړيوال غبرګونونه

د نوالني مړينې د نړيوالو مشرانو غصه پارولې او د دې عمل غندنه يې کړې ده.

د امريکا د ملي امنیت سلاکار، جېک سولیوان، د خبر له خپرېدو سمدستي وروسته په یوه مرکه ويلي چې که چیرې د نوالني مړینه تایید شي، نو دا به "یوه وحشتناکه غميزه" وي.

د جرمني چانسلر اولاف شولڅ ويلي، نوالني "د خپلې زړورتیا بيه په خپل ژوند کې پرې کړه."

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر سټیفن سیجورن پر اېکس ليکلي چې د نوالني مړينه "د ولادیمیر پوتین د رژیم د حقیقت يادونه کوي."

د اروپايي شورا مشر چارلس میشل ويلي، نوالني د "ازادۍ او جمهوريت د ارزښتونو" لپاره د مبارزې په ترڅ کې وروستۍ قرباني ورکړه.

الېکسي نوالني څوک وو؟

الېکسي نوالني د کرېملېن له سختو ناقدینو څخه یو وو او د درغلۍ ضد کیمپېن يې کاوه. نوموړي ته د ۲۰۲۰ز کال په اګست میاشت کې داسې زهر ورکړل شوي ول چې نېږدې يې وژلی وو چې بیا وروسته د درملنې لپاره جرمني ته يووړل شو.

تر درملنې وروسته نوموړی د ۲۰۲۱ز کال په جنورۍ مياشت کې له جرمني ماسکو ته ستون شو، خو له ورتګ سره سم په هوايي ډګر کې د چارواکو له خوا ونيول شو.

نوالني ته په لومړي سر کې د درغليو په تور د نهو کلونو د بند سزا اورول شوې وه. وروسته د ۲۰۲۳ز کال د اګست پر څلورمه هغه يو روسي عدالت د ۱۹ کلونو بند سزا واوروله. پر نوموړي په لګولو شویو تورونو کې د توندروې ټولنې جوړول او مالي مرستې یې کول ، توندروي خپرول او ماشومان په خطرناکو کارونو کې ښکېلول شامل ول.

نوالني پر هغه پورې کړل شوي ټول تورونه رد کړي ول او د هغوی تر شا يې سياسي انګېزه بللې وه.

نوموړي هغه ته د سزا له اورولو وروسته پر فېسبوک ليکلي ول چې د نورو سیاسي بندیانو غوندې دی هم پوهېږي چې ګواکې د ټول عمري یند له سزا سره مخامخ شوی دی.

نوالني پر روسانو غږ کړی وو چې د کرېملېن د هغو هڅو خلاف خپل مزاحمت جاري وساتي چې ترمخه یې هغوی له مزاحمت کولو محرومه کېږي او وېرول کېږي.

امریکا او اروپایي اتحادیې د نوالني سزا یوه بې انصافه محاکمه او شرم بللی وو او په وار وار يې پر روسیې غږ کړی وو چې حکومت مخالفه سیاستوال الېکسي نوالني دې سمدستي خوشې کړي.

بل خوا په روسيه کې زرګونو کسانو د نوالني د ګرفتارۍ پرضد پراخې مظاهرې کړې وې چې وروسته روسيو چارواکو سلګونه مظاهرچيان نيولي ول.

د بشري حقونو نړيوالو سازمانونو پر روسيو چارواکو غږ کړی وو چې د نوالني د پلويانو پرضد دې"ناقانونه کیمپېن" ودروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG