د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا وايي د حوثي ياغيانو درې د کښتيو ضد توغندي یې ويشتلي دي


د امریکايي پوځ د یو پخوانۍ بېړۍ عکس.
د امریکايي پوځ د یو پخوانۍ بېړۍ عکس.

د امريکا پوځ وايي د جنورۍ په ۱۹ مه یې د حوثي ياغيانو هغه درې د کښتيو ضد توغندي ويشتلي چې په سره سمندرګي کې هدف ويشتو ته چمتو وو.

د امريکايي ځواکونو مرکزي قومندانۍ پر اېکس پاڼه ليکلي چې ځواکونو يې په يمن کې د حوثي ياغيانو تر کنټرول لاندې سيمو کې توغندي معلوم کړي او په دې پوه شوي چې دغه په سيمه کې د تجارتي بيړيو او امريکايي سمندري ځواک کښتيو لپاره ژرپېښېدونكى خطر دی.

د امريکايي ځواکونو مرکزي قومندانۍ وايي چې ځواکونو يې د خپلې دفاع په خاطر دا توغندي په پرله پسې توګه ويشتلې او تبا کړي دي.

بيان زياتوي چې له دې ګام سره به نړيوالې اوبه د امريکايي سمندري بيړيو او تجارتي کښتيو لپاره په مکمله توګه خوندي شي.

دا له هغه وروسته ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتوني بلېنکن د جنورۍ پر ۱۷ مه وويل چې په یمن کې ایران پلوي حوثي یاغیان په سره سمندرګي او د عدن په خلیج کې پر نړیوالو بېړیو په بیا بیا د بریدونو پر سر د "ځانګړو نړیوالو ترهګرو" په توګه نوموي.

دا په داسې حال کې ده چې حوثي ياغيانو ډلې په غزه کې د جګړې په غبرګون کې په سره سمندرګي کې پر بېړیو حملو ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG