د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ په بمي چاودنه کې د وژل شويو پوليسو شمېر ۷ ته رسېدلی دی


په باجوړ کې د جنورۍ پر اتمه په بمي چاودنه کې د وژل شويو پوليس سرتېرو د جنازې لمونځ ادا کېږي.
په باجوړ کې د جنورۍ پر اتمه په بمي چاودنه کې د وژل شويو پوليس سرتېرو د جنازې لمونځ ادا کېږي.

د خيبر پښتونخوا په باجوړ کې په بمي چاودنه کې د وژل شويو پوليسو شمېر اووه ته رسېدلی دی.

د باجوړ پولیس وایي، چاودنه پرون (د جنورۍ پر اتمه) سهار مهال د ماموندو تحصیل په بیلوټ فرش سیمه کې شوې وه چې پينځه پوليس پکې وژل شوي او ۲۲ نور ژوبل شوي ول، خو په ژوبلو پوليسو کې بېګا دوه نور مړه شول.

د سیمې د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل چې پولیس سرتېري په سیمه کې د پولیو یا ګوزڼ د واکسیني کیمپېن پر مهال د امنیت چارو ترسره کولو لپاره روان ول چې ګاډی یې د سړک تر غاړې د ښخ بم چاودنې ښکار شو.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د پولیسو پر ګاډي د بمي برید ذمه واري منلې ده.

د باجوړ په ګډون د خیبر پښتونخوا په نورو ضلعو کې د ګوزڼ ناروغۍ واکسیني کیمپېن د جنورۍ پر اتمه پیل شو چې د جنورۍ تر ۱۲مې به روان وي.

بلخوا د باجوړ سياستوالو، مدني فعالانو او قبايلي مشرانو ويلي دي چې د جنورۍ پر نهمه به د سيمې د امنيت په اړه غونډه کوي او د راتلونکي لپاره به کړنلاره ټاکي.

د باجوړ ځوانانو ټولنې مشر سيد صديق اکبر د جنورۍ پر نهمه مشال راډيو ته وويل "موږ ولې وژل کېږو؟ څوک مو وژني او زموږ جرم څه دی؟ نو ما اعلان وکړ چې موږ به د دې سيمې لپاره په شريکه غږ پورته کوو."

تر دې وړاندې، د جنورۍ پر اتمه، پر ټولنيزو رسنيو په خپره شوې يوه ويډيو کې يو پوليس سرتېری په ژړغونې غږ وينا کوي او وايي چې نور له دې قربانيو ستړي شوي دي. نوموړی د پوليس سرتېرو د مړيو سر ته ولاړ دی او د خيبر پښتونخوا ګورنر او د پوليسو مشران مخاطبوي او ورته وايي چې هېڅوک يې تپوس نه کوي.

ماموند تحصیل د باجوړ غرییزه سیمه ده چې د افغانستان له کونړ ولایت سره پوله لري. په هغه سیمه کې تر دې وړاندې هم ورته بریدونو مرګژوبله اړولې ده.

په هغو پېښو کې د سیمې مشران، دیني عالمان او امنیتي سرتېري په نښه شوي دي.

په باجوړ کې د ناامنۍ پېښې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې زیاتې شوې دي. د روان کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د هغې ضلعې په ناوګۍ کې د وسلوالو د انتخاباتو د احتمالي نوماند سید رحیم پر ګاډي ډزې وکړې چې پکې هغه ژوبل شو او یو ملګری یې ووژل شو.

تر هغې مخکې په نومبر کې په خار او ډمه ډوله کې د ځمکلاندې بمونو په چاودنو کې دوه تنه وژل شوي او درې ژوبل شوي ول.

دا راز په اکتوبر کې وسلوالو په ماموندو او خار تحصیل کې یو قاري او یو دیني عالم ووژل.

تر دې مخکې د ۲۰۲۳ز کال د جولای پر ۳۰مه د باجوړ په شنډي موړ سیمه کې د جمعيت علمای اسلام (ف) پر یوه غونډه په ځانمرګي برید کې ۶۵ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زيات ژوبل شوي ول. د هغه بريد ذمه واري اسلامي دولت وسلوالې ډلې (داعش) منلې وه.

په باجوړ کې په ۲۰۰۸ز کال کې پوځي عملیات شوي ول چې په نتیجه کې یې پوځ سیمه له وسلوالو پاکه اعلان کړې وه او تر هغې وروسته ګڼې بې کوره شوې کورنۍ خپلو کلیو او کورونو ته ستنې شوې وې.

په باجوړ کې د ناامنۍ پرضد جرګې او مظاهرې شوې وې چې تر هغې وروسته امنیتي چارواکو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د امنيت لپاره یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG