د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ایران کې د قاسم سليماني پر تلین غونډې چاودنو ۹۵ کسان وژلي دي


د جنوري پر درېيمه غبرګې چاودنې د ايران په کرمان ښار کې د سليماني له قبر سره نېږدې وشوې.
د جنوري پر درېيمه غبرګې چاودنې د ايران په کرمان ښار کې د سليماني له قبر سره نېږدې وشوې.

په ایران کې د جنورۍ پر درېيمه شوو دوو چاودنو کې لږ تر لږه ۹۵ کسان وژل شوي او څه باندې ۲۰۰ نور ژوبل شوي دي.

دا چاودنې د ایران د انقلابي ګارډ (قدس ځواک) د یو پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین پر مهال شوې وې. نوموړی د ۲۰۲۰م کال په جنورۍ مياشت کې په بغداد کې د امریکا لخوا په ترسره شوې هوايي حمله کې وژل شوی وو.

د ايران صحت وزير بهرام عیناللهی د هېواد سرکاري ټیليوژن ته ويلي دي چې د مړو شمېر تر بيا کتنې وروسته له هغو کم کړل شو چې چارواکي پر دې پوهه شو چې د قربانيانو په لیسټ کې ځينې نومونه په تکراري ډول ليکل شوي وو.البته د مړو شمېر زياتېدای شي ځکه چې له ژوبلو د يوشمېر کسانو حالت ښه نه دی. تر دې مخکې د ۱۰۳ کسانو د وژنې راپور ورکړل شوی وو.

د ايران عدليې ته نیږدې خبري اژانس میزان لیکلي چې دا چاودنې پرون په کرمان ښار کې هغه سيمې ته نږدې ترسره شوې چېرته چې د سلېماني قبر دی. د معلوماتو له مخې دواړه چاودنې د یو بل نه د ۱۵ دقیقو په توپیر سره ترسره شوې دي. تر دې دمه چا د بریدونو ذمه واري قبوله کړې نه ده.

قاسم سليماني څوک و؟
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:41 0:00

دا چاودنې په داسې وخت کې شوي چې په منځني ختیځ کې د اسراییلو او د ایران ملاتړ لرونکي حماس ډلې تر مينځ د روانې جګړې له کبله تاوتریخوالی زيات شوی دی. امريکا او اروپايي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني.

تر دې پېښې يوه ورځ وړاندې، د جنورۍ پر دويمه، د لبنان په سرښار بيروت کې په یوه ډرون بريد کې د حماس د سیاسي دفتر مرستیال صالح العاروري ووژل شو.

که څه هم اسراييلو د العاروري د وژنې په اړه له څه وپلو ډډه کړې ده، خو د لبنان رسمي خبري اژانس ویلي دي چې بريد د اسرايیلو بې پیلوټه الوتکې په المشرفیه شیعه مېشته سیمه کې پر یو استوګنځي وکړ چې د العاروري په ګډون څلور کسان پکې ووژل شول.

تر هغه يوه اوونۍ وړاندې، د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر پر ۲۵مه، په سوریه یا شام کې د اسرایيلو په یوه هوايي برید کې د ایران د اسلامي انقلابي ساتندويانو ځواک د پوځي څانګې یو جګپوړی قومندان سيد رضي موسوي وژل شوی وو.

قاسم سليماني د ۲۰۲۰ز کال د جنورۍ په درېيمه د بغداد په یوه څنډه کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.په ۲۰۲۰ز کال کې د هغه د جنازې پر مهال ګڼه ګوڼه رامينځ ته شوه او د زرګونو ایرانیانو په یوه اجتماع کې لږ تر لږه ۵۶ کسان ووژل شول او تر ۲۰۰ زيات ژوبل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG