د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسراییل او حماس د جګړې له پیل راهیسې۶۵ خبریالان وژل شوي دي


یو خبریال د اکتوبر پر ۱۰مه په اسراییل برید کې د وژل شوي همکار په وینو رنګ جاکټ په لاس کې نیولی دی.
یو خبریال د اکتوبر پر ۱۰مه په اسراییل برید کې د وژل شوي همکار په وینو رنګ جاکټ په لاس کې نیولی دی.

د رسنیو د ازادۍ د خوندیتوب یوه نړیواله اداره وايي چې د اسراییل او حماس ترمینځ په روانه جګړه کې تر اوسه لږترلږه ۶۵ خبریالان وژل شوي دي.

د انټرنیشنل پرېس انسټېټیوټ په نامه ادارې د ډېسېمبر پر ۳۰مه په یو بیان کې تور پورې کړ چې د دې لامل د اسراییلو له خوا په غزه کې "بې له ښه او بد کتلو بې رحمه بریدونه" دي.

په بیان کې ویل شوي دي چې په غزه کې د خبریالانو په ګډون ولسي وګړي خوراک، اوبو او درملو ته د کم لاسرسي له کبله له بشري ناورین سره مخامخ دي.

انټرنیشنل پرېس انسټېټیوټ پر اسراییلو غږ کړی دی چې د جګړې اصولو ته "درناوی" وکړي.

اسراییلو لا د هغې نړیوالې ادارې د تورونو او څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

اسراييلیو ځواکونو په غزه کې د اکتوبر تر اوومې وروسته هوايي او ځمکني عمليات پيل کړل. پر هغه ورځ، حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د اسراییلو پر جنوبي سیمو بریدونه وکړل، ۱،۲۰۰ اسراییلیان یې ووژل او شاوخوا ۲۴۰ تنه یې یرغمل کړل.

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیايي چارواکي وايي، د ډېسېمبر تر ۲۵مې پورې په جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۲۰،۰۰۰ اوښتی دی.

XS
SM
MD
LG