د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چېک جمهوریت حکومت تر خونړي برید وروسته ملي ماتم اعلان کړی دی


یو پولیس سرتېری د چارلس پوهنتون د فلسفې له پوهنځي سره نېږدې د پهرې پر مهال - د ډېسېمبر ۲۲مې انځور.
یو پولیس سرتېری د چارلس پوهنتون د فلسفې له پوهنځي سره نېږدې د پهرې پر مهال - د ډېسېمبر ۲۲مې انځور.

د چېک جمهوریت حکومت د پلازمېنې پراګ په یو پوهنتون کې په وسلوال برید کې د مرګژوبلې له کبله د ډېسېمبر پر ۲۳مه ملي ماتم اعلان کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر ۲۱مې پر مازیګر یو بریدګر د چارلس پوهنتون د فلسفې له پوهنځي سره نېږدې کې په ډزو کې ۱۴ تنه ووژل او ۲۵ یې ژوبل کړل.

د پولیسو مشر مارتېن ووندراسېک ویلي چې بریدګر خپله هم وژل شوی دی او ډېر امکان لري چې هغه ځانوژونه کړې ده.

د مرکزي اروپايي هېواد وزیراعظم پېتر فېیالا ټینګار کړی دی چې برید یو کس کړی دی او له "نړیوالې ترهګرۍ سره تړاو نه لري."

د هغه حکومت د ډېسېمبر پر ۲۳مه په هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی.

یوه ښځه د چارلس پوهنتون له ودانۍ سره نېږدې د وژل شویو په یاد شمعې بلوي - د ډېسېمبر ۲۲مې انځور.
یوه ښځه د چارلس پوهنتون له ودانۍ سره نېږدې د وژل شویو په یاد شمعې بلوي - د ډېسېمبر ۲۲مې انځور.

د ازادې اروپا راډیو مشر جېف ګېډمین تر برید وروسته په بیان کې وویل چې هغه او په پراګ کې د راډیو ټول کارکوونکي د پېښې له "اغېزمنو سره د یووالي ښکارندويي" کوي. مشال راډیو د ازادې اروپا راډيو برخه ده او مرکزي دفتر یې په پراګ کې دی.

پولیسو ویلي چې بریدګر له هېواده بهر له ورته پېښو څخه الهام اخیستی او حمله یې کړې ده.

د راپورونو له مخې بریدګر ۲۴ کلن داوېد کوزاک بلل شوی دی چې خپله د تاریخ څانګې زده کوونکی وو خو له رواني (نفسیاتي) ستونزو سره مخامخ وو.

رسنیو ویلي دي چې کوزاک تر برید مخکې پر ټولنیزو شبکو ګواښوونکي پیغامونه هم خپاره کړي ول.

د ډېسېمبر ۲۱مې پېښه په چېک جمهوریت، په تېره بیا په پلازمېنه پراګ کې، یوه بېسارې خونړۍ حمله بلل کېږي ځکه چې پراګ د اروپا له خورا خوندي ښارونو یو دی چې هر کال یې د تاریخي برخو لیدو لپاره مېلیونونه سیلانیان ورځي.

XS
SM
MD
LG