د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسټرالیا هند ته په ماتې ورکولو د کرکټ نړیوال جام وګاټه


اسټرالیايي لوبغاړي د ۲۰۲۳ز کال نړیوال جام بریا لمانځي - د نومبر ۱۹مې انځور.
اسټرالیايي لوبغاړي د ۲۰۲۳ز کال نړیوال جام بریا لمانځي - د نومبر ۱۹مې انځور.

اسټرالیایۍ لوبډلې د کرکټ ۵۰ اووره نړیوال جام په پایلوبه کې هند ته په شپږو وېکټو په ماتې ورکولو اتلولي په خپل نوم کړه.

د نومبر ۱۹مې سیالي د پېښور له وخت سره سم ماسپښین یوه نیمه بجه او د کابل پر وخت یوه بجه پیل شوه چې پچه یې اسټرالیا وګټله او هند ته یې د بیټېنګ (توپوهنې) بلنه ورکړه.

هندۍ لوبډلې چټک بیټېنګ پیل کړ خو شوبمن ګېل تر څلورو منډو جوړولو وروسته په پینځم اوور کې وسوځېد. تر نوموړي وروسته لوبډلمشر روهېت شرما تېزې لوبې ته دوام ورکړ خو په ۷۶ مجموعي منډو وسوځېد او ورپسې لږ ساعت وروسته شرییس اییر هم اوټ شو. د دې له کبله د هندۍ لوبډلې د توپوهنې رفتار ورو شو.

هندۍ لوبډله په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې په ۲۴۰ منډو وسوځېده. د هند کې اېل راهول ۶۶، وېرات کوهلي ۵۴ او روهېت شرما ۴۷ منډې وکړې.

د اسټرالیا مېچل سټارک درې او پیټ کمېنز او جاش هیزلووډ دوه، دوه هندي لوبغاړي وسوځول.

اسټرالیایۍ لوبډلې چټک بیټېنګ پیل کړ خو درې لوبغاړي یې ژر وسوځېدل. تر دې وروسته ټرېوېس هېډ او مارنوس لیبوشېن لوبې ته دوام ورکړ او مجموعي منډې یې له ۴۷ تر ۲۳۹ ورسولې. هغه مهال هېډ تر ۱۳۷ منډو کولو وروسته وسوځېد. لیبوشېن ۵۸ منډې وکړې.

اسټرالیا ټاکلی هدف په ۴۳ اوورونو کې پوره کړ او د کرکټ نړیوال جام اتله شوه.

د هند جسپریت بومرا دوه اسټرالیايي لوبغاړي وسوځول.

د نړیوال جام پایلوبه د هند د ګجرات ایالت د احمد اباد په نرېندرا مودي نړیوال لوبغالي کې وشوه چې پکې ۱۳۲،۰۰۰ نندارچیان ځایېدای شي. هغه په نړۍ کې د کرکټ تر ټولو لوی لوبغالی بلل کېږي.

هند په نیمه پایلوبه کې نیو زيلینډ ته او اسټرالیا جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه او په دې توګه دواړه لوبډلې پایلوبې ته ورسېدې.

د کرکټ یو ورځنیو لوبو نړیوال جام په ۱۹۷۵ز کال کې پیل شوی وو او دا یې ۱۳م ځل وو.

په وروستي ځل د نړیوال جام اتلولي په ۲۰۱۹ز کال کې شوې وه چې انګلستان (انګلینډ) ګټلې وه.

تر اوسه په ترسره شویو ۱۳ نړیوال جامونو کې اسټرالیا شپږ، هند او وېسټ انډیز دوه، دوه خو پاکستان، سري لنکا او انګلستان (انګلینډ) بیا یو یو ځل دا اتلولي ترلاسه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG