د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن وايي د اسراییلو او اوکراین بریا د امریکا ملي امنیت لپاره مهمه ده


ولسمشر بایډن د اکتوبر پر ۱۹مه ولس ته ټېلېوېژني وینا پر مهال.
ولسمشر بایډن د اکتوبر پر ۱۹مه ولس ته ټېلېوېژني وینا پر مهال.

امریکايي ولسمشر جو بایډن ویلي دي چې په روانو شخړو کې د اسراییلو او اوکراین بریا یې د هېواد د ملي امنیت لپاره مهمه ده.

نوموړي د اکتوبر پر ۲۱مه پر اېکس، چې پخوا ټوېټر بلل کېده، په بیان کې لیکلي، "تاریخ دا درس راکوي چې هر کله ترهګر او امران (دېکتاتوران) د خپلو کړنو حساب ور نه کړي نو د لا زیاتو مړینو او ویجاړیو لامل کېږي."

بایډن امریکایانو ته خبرداری ورکړ چې هغو شخړو ته دې په دې سترګه نه ګوري چې له هېواده یې "خورا لیرې" دي.

دا تر هغې وروسته ده چې نوموړي له اوکراین او اسراییلو سره د پوځي مرستو لپاره له کانګرسه د څه باندې ۱۰۰ اربه (مېلیارده) ډالرو د منظورولو غوښتنه وکړه.

سپینې ماڼۍ د اکتوبر پر ۲۰مه وویل چې په هغو پیسو کې ۶۱ اربه ډالر د اوکراین او ۱۴ اربه ډالر د اسراییلو لپاره بېلوي.

بیان زیاتوي چې دا مرستې د امریکا د ملي امنیت د خوندیتوب او د واشنګټن د متحدانو او ملګرو د ملاتړ لپاره ضروري دي.

جو بایډن تر دې مخکې د اکتوبر پر ۱۹مه ولس ته په ټېلېوېژني وینا کې وویل چې پر اوکراین د ولسمشر ولادیمیر پوتین یرغل او پر اسراییلو د حماس برید د نړۍ جمهوریت ګواښي.

ده وویل، "حماس او پوتین د مختلفو ګواښونو ښکارندويي کوي خو دواړه یوه شریکه نکته لري" او هغه دا چې "دواړه د خپل یو ګاونډي جمهوریت ړنګول غواړي."

دا په داسې حال کې ده چې اسراییلو د اکتوبر پر اوومه د حماس تر برید وروسته پر غزې تړانګې بمبارۍ ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG