د لاسرسي ځای

تازه خبر

له روسیې تېل اخیستل د پاکستان پر سیاست او اقتصاد اغېز کولای شي؟


له نورو هېوادونو څخه تېل لومړی د کراچۍ بندر او بیا له هغه ځایه په ټانکرو کې د پاکستان مختلفو برخو ته لېږدول کېږي ـ پخوانی انځور.
له نورو هېوادونو څخه تېل لومړی د کراچۍ بندر او بیا له هغه ځایه په ټانکرو کې د پاکستان مختلفو برخو ته لېږدول کېږي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د تېلو او پېټرولو چارو وزير مملکت مصدق ملک ویلي، له روسیې په یو لک ټنه خام تېلو بار بېړۍ کراچۍ ته رسېدلې ده.

هغه د مې پر ۲۶ مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وويل، په راتلونکي که به له روسیې نور تېل هم اخلي. ''په روسیه کې اته ډوله خام تېل دي. موږ ترې خام تېل راغوښتي، دا دلته پاکوو، بیا به معلومه شي چې د روسیې تېل زموږ لپاره څومره ګټور دي.''

له روسیې د تېلو اخیستو سره به د تېلو نرخونه کم شي؟

پاکستان له تېرو یوشمېر کلونو راهیسې له اقتصادي ستونزو او د انرژۍ له بحران سره مخامخ دی. په وروستیو کې په هغه هېواد کې د تېلو نرخ زیات شوی چې ورسره ګراني هم خورا زیاته شوې ده.

مصدق ملک و نه ویل چې له روسیې یې تېل په څه بیه اخیستي او له دې سره به په پاکستان کې تېل ارزان شي او که نه؟

د اسلام اباد په نړیوال پوهنتون کې د اقتصاد استاد ډاکټر معراج الحق وایي، له روسیې د تېلو له اخیستو سره سمدستي په پاکستان کې د تېلو د نرخ کمېدو امکان نشته او هغه ځکه چې هغه تېل خام دي او تر پاکولو وروسته به یې نرخ معلومېږي.

هغه د مې پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې پاکستان د خپلې اړتیا ۱۲ سلنه تېل خپل لري او پاتې له سعودي عرب او نورو هیوادونو اخلي.

پاکستان ته له روسیې د تېلو لومړنۍ بېړۍ پر داسې مهال رسېدلې چې تېر کال په ډېسېمبر کې د جي-۷ هېوادونو او اروپایي ټولنې پر روسیو تېلو یولړ بندیزونه لګولي دي.

مصدق ملک وایي، که پاکستان له روسیې په کمه بیه تېل اخلي نو نورو هېوادونو ته پرې اعتراض نه شته. "که ګاونډی هېواد لکه هند هم له مسکوه تېل اخلي نو اسلام اباد هم د دې حق لري."

ایا پاکستان په بل نړیوال بلاک کې شاملېږي؟

ډاکټر معراج الحق وایي، دا یوازې تېل اخیستل نه دي بلکې له دې دا معنا هم اخیستل کېږي چې اسلام اباد په سفارتي اړیکو کې د امریکا او اروپایي ډلې پر ځای، د روسیې او چین لوري ته ورروان دی.

هغه وایي دې ته په کتو پر پاکستان نور فشارونه راتللای شي.

د مسکو او اسلام اباد اړیکې

د پاکستان او روسیې ترمینځ اړیکې د سړې جګړې پر مهال ښې نه وې. په هغه جګړه کې پاکستان د امریکا اتحادي وو. په وروستیو کې د اسلام اباد او مسکو ترمینځ اړیکې ښې شوي دي او دواړو هېوادونو د سوداګرۍ، انرژۍ او پوځي همکاریو ژمنې کړي دي.

د ۲۰۲۳ز د مې پر څلورمه د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د هند په ګووا کې د شانګهای سازمان په غونډه کې د کتنې پر مهال د غذایي مصوونیت او انرژۍ په برخو کې پر همکاریو سلا شول.

مسکو سره اړیکې د اسلام اباد لپاره څومره اسانی دی؟

په کراچۍ پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو د څانګې مشر ډاکټر مونس احمر وایي، د اسلام اباد او مسکو په اړیکو کې روسیه ستونزه نه لري خو پاکستان پکې لویې ستونزې لري او هغه ځکه چې په سیاسي او اقتصادي توګه کمزوري هېوادونه د بلاک یا د لوري د بدلولو په څېر لوی قدم نه شي اخیستای او په دې لړ کې ورباندې فشار وي. "د پاکستان په څېر داسې یو هېواد چې اقتصاد یې درېدلی وي، په پورونو کې ډوب وي، پر هغه هر هېواد فشار اچولای شي. په پاکستان کې چې حالات پخوا نسبتاً ښه ول، هغه وخت لا تر فشارونو لاندې وو، اوس خو [سیاسي او اقتصادي] حالات نور هم خراب شوي دي."

د مونس احمر په فکر، پاکستان له امریکا او غربي هېوادونو ځان نه شي جلا کولای او هغه ځکه چې د اسلام اباد اقتصاد پر نړیوال مالیاتي صندوق (ای اېم اېف) ولاړ دی.

د روسیې پر تېلو محدودیتونه

تېر کال په ډېسمبر کې د امریکا، جاپان، اسټرالیا، او برتانیې ترڅنګ اروپایي ټولنې موافقه کړې وه چې د روسیې تېل به تر ۶۰ امریکايي ډالره في بیرل څخه په لوړه بیه نه اخیستل کېږي. د دې کار موخه پر اوکراین د روسیې د یرغل پر مهال د هغه هېواد پوځي قوت کمول دي.

بلخوا مسکو ويلي چې پر هغو هېوادونو تېل نه خرڅوي چې د غربي هېوادونو هغه پرېکړه مني.

په اپرېل کې په واشنګټن کې د پاکستان سفير مسعود خان ويلي ول، له روسیې څخه په تېلو اخیستو یې د امریکا له حکومت سره مشوره کړې او په دې برخه کې د دواړو لورویو ترمینځ هر څه په ډاګه دي.

XS
SM
MD
LG