د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي له افغانستان سره د "دوستي بس" بيا پيلولو کار وروستي پړاو ته رسېدلی


د پېښور او جلال اباد تر مینځ په مې ۲۰۰۶ز کال کې د لومړي پاک- افغان دوستۍ بس خدمت،پولیس د یو مساپر تالاشۍ پر مهال، انځور له ارشیفه
د پېښور او جلال اباد تر مینځ په مې ۲۰۰۶ز کال کې د لومړي پاک- افغان دوستۍ بس خدمت،پولیس د یو مساپر تالاشۍ پر مهال، انځور له ارشیفه

د خيبر ضلعې چارواکي وايي چې د پاک - افغان دوستۍ بس سروس پيلولو لپاره یې تياريانې روانې دي او په تورخم کې د يو ځانګړي ټرمينل د جوړولو کار به ژر بشپړ شي.

د خیبر مرستیال کمېشنر ارشد مومند د مارچ پر ۲۴مه په يو بيان کې وویل چې د دواړو هیوادونو تر منځ د دوستۍ بس خدمتونه به معیاري وي اوجدید بسونه به پکې کارول کېږي. دغه بسونه به لومړی د پېښور او جلال اباد ترمنځ او وروسته د اسلام اباد او کابل ترمنځ تګ راتګ کوي. په بیان کې ویل شوي دغه بس سروس ته به په امیګرېشن کې هم ډېره اساني پیدا کړل شي.

له دې سره به خلک د تورخم دروازې له بیروبار او پیاده تګ څخه بچ شي او دا به د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستۍ یوه نخښه وګرځي
نثار خان

په پېښور کې د پاک افغان بس سروس یوې شخصي کمپنۍ مالک نثار خان پرون (د مارچ پر ۲۴مه) مشال راډيو ته وويل چې دغه سروس سره به ناروغانو، سپين ږیرو، مېرمنو او د ماشومانو په تګ راتګ کې اساني پیدا شي. خان وویل :له دې سره به خلک د تورخم دروازې د بیروبار او پیاده تګ څخه بچ شي او دا به د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستۍ یوه نخښه وګرځي.

نثار خان وړاندې وویل، پکار ده چې د بس کرایه دې لږه یاني نهه سوه یا زر پاکستاني روپۍ وساتل شي او ارام ده، معیاري بسونه دې ورته راوستل شي څو خلک په ارامه خپل سفر وکړل شي.

دغه بس سروس ته هغه افغان زده کوونکي خوشاله دي چې د پاکستان په بېلا بېلو تعلیمي ادارو کې زده کړې کوي. مطیع الرحمان هم یو له هغو زده کوونکو څخه دی. هغه په کراچۍ کې د طب زده کړې کوي.

نوموړي د مارچ پر ۲۴مه مشال راډيو ته وویل، د علامه اقبال وظیفو پروګرام لاندې شا و خوا شپږ زره افغان زده کوونکي په پاکستاني تعلیمي ادارو کې سبقونه وايي او څه باندې شل زره زده کونکي په شخصي لګښتونو زده کړې تر لاسه کوي. مطیع الرحمان وویل : مونږ ټول افغانستان ته ډير ځو راځو او په تورخم د ډېر مشکل سره مخ کېږو. اوس چې دا بس سروس شوروع شي نو تر ټولو ډېره ګټه به یې مونږ زده کونکو ته ورسېږي او په سهولت به تللی راتللی شو.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ بس سروس په ۲۰۱۶ ز کال کې، به تورخم کې، د پاکستان او افغان ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته تړل شوی وو. د خیبر انتظامي چارواکي وایي چې دوی د پېښور او تورخم ترمنځ د بس سروس لپاره امنيتي پلان تیار کړی او په دې لړ کې یې پولیسو، سپیشل برانچ او د ټرانسپورټ له صوبایي محکمې سره په بیا بیا غونډې هم کړې دي.

د خیبر د انتظامي چارواکو په خبره، د بس سروس په لومړۍ مرحله کې به هره ورځ له پېښور نه جلال اباده پورې شا وخوا څلویښت بسونه ځي راځي او هر بس کې به پینځه څلویښت سیټونه وي. په تورخم ځانګري ټرمینل کې به د بس سروس لپاره د اميګرېشن سهولت موجود وي.

XS
SM
MD
LG