د خیبرپښتونخوا د هنګو ضلعې په ټل سیمه کې پولیس وايي چې یو تن خپل څلور کلن ناسکه زوی وژلی دی.
د ټل تاڼې د پولیسو یو مشر (ډي اېس پي) عرفان خان د مارچ پر ۲۳مه مشال رېډیو ته وویل چې د ټل اوسېدونکې سعدیې بي بي د مارچ پر ۱۴مه پولیسو ته په درج کړي راپور کې ویلي ول چې زوی یې له مارچ ۱۳مې راهیسې ورک دی. نوموړي زیاته کړه چې تر پلټنو وروسته یې د سعدیې بي بي مېړه محمد فراز ونیو او هغه پولیسو ته ومنله چې ماشوم یې تر تښتولو او وژلو وروسته په اټک کې د اباسین په اوبه کې غورځولی دی.
عرفان خان زیاتوي چې ملزم محمد فراز د ماشوم د وژنې لاامل دا یاد کړی دی چې میرمن سعدیې به یې د ده په نسبت زیات پام ماشومانو ته کوله او هغه خپل کور ته واپس نه راتلله نو ځکه یې ورله زوی وواژه. عرفان خان زیاته کړه چې پولیسو د ماشوم مړی د مارچ پر ۲۱مه په اباسین کې وموند.
هغه زیاته کړه: "وژل شوی ماشوم د دې ښځې (سعدیه بي بي) له لومړي مېړه وو. سعدیې بي بي اته نهه میاشتې وړاندی په پېښور کې محمد فراز سره واده وکړ او خپل ماشومان (یوه لور او یو زوی یې) هم ځان سره هلته ساتل. څه موده پس چې د ښځې او مېړه ترمنځ اختلافات پیدا شول نو دا په ټل کې د پلار کور ته راغله. مېړه یې ورپسې ورغلی وو خو دا تلو ته تیاره نه وه. محمد فراز وايي چې دې ماشومانو ته به ماله غصه راتلله نو زوی مې ورله اټک ته بوتلو او په اټک کې مې تر وژولو وروسته اوبه ته وغورځوو. ملزم له موږ سره اوس په جېل کې دی او عدالت ته یې د جرم اعتراف کړی دی."
د سعدیې بي بي او د هغې د کورنۍ له نورو غړو سره مو د خبرو کولو هڅه وکړه خو په رابطه کې ونه توانېدو. د ملزم وکيل نه دی په ګوته شوی نو ځکه مشال راډيو ورسره په خبرو ونه توانيدله. د پاکستان د بشري حقونو په وزارت کې د ماشومانو د خوندیتوب د څانګې مشر رابعه هادي مشال رېډیو ته وویل چې هغه د ټل د ماشوم دا پېښه په خیبرپښتونخوا کې د ماشومانو خوندیتوب څانګې سره څیړي.
د پاکستان د بشري حقونو کمیشن پر خپله ویبپاڼه د ۲۰۲۱م کال په راپور کې ویلي چې د دغه کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ماشومانو سره د بد چلند ۱۸۹۶ پېښې ثبت شوې دي.
د یو ماشوم د وژنې مقدمې د قانون له مخې د درج کېدو د طریقه کار په اړه په پېښور هايي کورټ کې وکیل عثمان سعید چې اکثره د ماشومانو مقدمې پر مخ وړي، مشال رېډیو ته وویل چې د قتل سزا د هر ډول وژنې لپاره یو شان ده خو که پکې اغو او یا نور جرمونه شامل وي نو سزا زیاتېدای شي.
هغه زیاتوي: "که پر دغه کس قتل ثابت شي نو د ۳۰۲ د قتل دفعې له مخې ورته سزا کيدلی شي. که د ماشوم د تښتولو جرم پرې ثابت شي نو نورې دفعې هم پرې لګیدای شي. د ځینو جرمونو په اړه د قرباني کورنۍ معافي ورکول شي خو په ځينو کې نه. د ټل په دې پېښه کې د ماشوم مور ایف ای ار کړی دی نو هغه به ملزم معاف نه شې کړای."