د خیبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د ماشومانو د حقونو او د خیر ښېګړې د ترمیمي قانون (چایلډ پروټیکشن اینډ ویلفیر ترمیمي ایکټ ۲۰۲۲) په اړه د پوهاوي یو کمپین پیل کړی دی.
د صوبې د ماشومانو د حقونو د خوندي ساتلو کمیشن پر خپله ټویټر پاڼه ورکړي چې دغه مهم یې په صوبه کې د جنورۍ پر څلورمه نېټه پیل کړی او مقصد یې په ولس کې د ماشومانو د حقونو خوندي ساتل او په دې لړ کې پر قوانینو خلکو ته پوهه ورکول دي.
د خیبر پښتونخوا حکومت د ماشومانو د حقونو خوندي ساتلو لپاره یوه خصوصي کمیټي هم جوړه کړې ده. د دغې کمیټۍ یوې غړې عایشه بانو د جنورۍ پر پنځمه مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل، دوی به د دغه قانون په اړه د پوهاوي زیاتولو لپاره د ټولنیزو رسنیو نه علاوه په سړکونو هم بینرې لګوي.
نوموړې زیاتوي:
موږ به په ټولنیزو رسنیو، ټیلیوېژن چینلونو، ريډیوګانو او ورځپاڼو کې په دې اړه خلکو ته پوهه ورکووعایشه بانو
"دلته مسله دا ده چې قوانین خو جوړ شي خو خلک پرې پوهه نه وي، نو موږ د دغه مقصد لپاره د پوهاوي زیاتولو یو مهم پیل کړی دی. موږ به په ټولنیزو رسنیو، ټیلیوېژن چینلونو، ريډیوګانو او په ورځپاڼو کې، په دې اړه خلکو ته پوهه ورکوو چې که چا د یو ماشوم سره څه زور زیاتی وکړ او یا یې پرې تشدد وکړ نو دغه سزاګانې به ورته ورکولی شي. موږ د پېښور په بی ار ټي باندې هم بینرې لګولې او په بسونو کې دننه هم په دې اړه په جوړو شویو قوانینو ویډیویي پیغامونه هم نشروو."
په خیبر پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو خوندي ساتلو دا قانون لومړی په ۲۰۱۰ز کال کې جوړ شوی وو خو وروسته پکې ځینې بدلونونه وکړل شول چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت د ۲۰۲۲ز کال په جون میاشت کې منظور کړ. په دغو کې یوه مهمه خبره د ماشومانو خلاف د جرمونو سزاګانې سختول هم ول.
په دغو سزاګانو کې ځینې یې داسې دي.
- د ماشومانو د ځینو اعضاوو د لرې کولو په جرم کې د اعدام یا د عمر قید سزا یا د ۲۰ لکو نه تر ۵۰ لکو روپو پورې جرمانه.
- د ماشومانو د غلطو ویډیوګانو یا عکسونو اخیستو په جرم کې له ۱۴ نه تر ۲۰ کاله بند او د ۲۰ لکو نه تر ۷۰ لکو روپو پورې جرمانه.
- په ملک کې دننه د ماشومانو د قاچاق په جرم کې له ۱۴ نه تر ۲۵ کالو بند او ۵۰ لکو روپو پورې جرمانه.
- له ماشومانو سره د جنسي زیاتي کولو په صورت کې عمر قید یا لږ تر لږه ۱۰ کاله بند او تر ۵۰ لکو روپو پورې جرمانه شامله ده.
په خیبر پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر د جنورۍ پر پنځمه مشال رېډیو ته وویل چې دوی په دې اړه له وکیلانو، دینې علماو او د مدنې ټولنې غړو سره د پوهاوي پر زیاتولو غونډې کړې دي. نوموړی زیاتوي: "موږ تربیتي پروګرامونه پیل کړي، موږ په مردان صوابۍ او پېښور کې دیني علماوو او وکیلانو ته روزنه ورکړه. موږ تر اوسه تر ۱۰۰ پورې علماوو ته هم روزنه ورکړې ده او عام ولس ته مو هم د ماشومانو د حقونو خوندي ساتلو او په دې اړه د قوانینو او سزاګانو په اړه مالومات ورکړي دي او دغه لړۍ لا هم روانه ده. بله دا چې موږ د اتو کالو نه زیاتو ماشومانو سره په مختلفو کلیو بانډو او ښارونو کې په دې اړه خبرې وکړې او هغوی مو پوهه کړل چې که څوک درته څه وایي، نو تاسو به څه کوئ؟ موږ په دې اړه د پولیسو او خبریالانو سره هم د پوهاوي غونډې کړي."
په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تشدد خلاف کارکوونکې غیر حکومتي ادارې ساحل د ۲۰۲۲زکال په په سېپټېمبر کې په خپل رپورټ کې ویلي ول چې د ۲۰۲۲ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په څلورو واړو صوبو، ګلګت بلتستان او اسلام اباد کې پر ماشومانو د تېري ۲،۲۱۱ پېښې ثبت شوې دي.
په خیبر پښتونخوا کې د بشري حقونو فعالان وایي، هلته د زیاترو ماشومانو سره زور زیاتی او یا د وهلو پېښې د کار په ځایونو کې مخې ته راځي. په پېښور کې د یوې مستري خانې مالک محمد یاسر د جنورۍ پر پنځمه مشال رېډیو ته وویل یوازې د پېښور په مستري خانو کې ګڼ ماشومان مزدورۍ کوي."ما سره هم ماشومان کار کوي خو عمرونه یې له ۱۴ کالو نه زیات دي. دوی سکولونو ته نه ځي، زه له نورو نه نه یم خبر خو زما کوشش دی چې د کار په ځای کې له دوی سره څوک ناسمه رویه ونه ساتي."
په خیبر پښتونخوا کې د ۲۰۲۱زکال د بېنظیر انکم سپورټ په نوم د مالي مرستو پروګرام د یوې نظر پوښتنې ترمخه ۴۷ لکه ماشومان په هغه صوبه کې سکولونو ته نه ځي.
بلخوا د ماشومانو د حقونو د خوندي ساتلو د صوبایي کمیشن یو پخواني غړي وقار احمد د جنورۍ پر پنځمه مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل، په صوبه کې د ماشومانو سره د زور زیاتي او د تشدد زیاتره پېښې نه رپوټ کیږي.
نوموړی زیاتوي:
په سلو کې پنځه کیسونه مخې ته راځي او نور نهوقار احمد
"دلته له ماشومانو سره د زور زیاتي ګڼې پېښې کیږي خو رپوټ کیږي نه. تاسو داسې وګڼئ چې په ۱۰۰ کې پنځه کیسونه مخې ته راځي او نور نه. د دې وجه یوه خو دا ده چې په ولس کې پوهه نشته، بله دا ده چې یو پلار داسې فکر کوي چې که ماشوم سره یې څه بد وشول نو باید چې ښکاره نه شي. خو زما په فکر تر څو چې په ولس کې پوهه نه وي راغلې، تر هغې موږ د ماشومانو لپاره د یوې خوندي ټولنې خپل هدف نه شو ترلاسه کولی."
بلخوا صوبایي حکومت وایي، دوی په پېښور، چارسده، مردان، بنو، صوابۍ او چترال او ځینو نورو ضلعو کې د ماشومانو د حقونو خوندي ساتلو ضلعي کمیټۍ جوړې کړي دي او په ځینو نورو کې یې د جوړولو پلان لري.
د پاکستان اساسي قانون (ایین) د ۳۷مې مادې په لومړۍ برخه کې راغلي چې هېڅ ماشوم باید "له تشدد یا نورو ظالمانه، غیر انساني او دتوهینوونکي چلند یا سزا سره مخامخ نه شي.