د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایچ ار سي پي: ای ايس ای ته د ملکي چارواکو د ارزونې سپارل د اندېښنې وړ دي


د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن ویلي چې جاسوسي ادارې، ايي ايس ايي ته تر مقررۍ وړاندې د ملکي چارواکو د ارزونې چارو سپارل د پاکستان د جمهوري اقدارو لپاره ښه نه دي. (انځور: ارشیف)
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن ویلي چې جاسوسي ادارې، ايي ايس ايي ته تر مقررۍ وړاندې د ملکي چارواکو د ارزونې چارو سپارل د پاکستان د جمهوري اقدارو لپاره ښه نه دي. (انځور: ارشیف)

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن جاسوسي ادارې، ايي ايس ايي ته تر مقررۍ وړاندې د ملکي چارواکو د ارزونې چارو پر سپارلو اندېښنه ښودلې ده.

یادې ادارې د جون پر څلورمه په يو بيان کې ويلي چې د وزيراعظم شهباز شريف لخوا د دې کار دوام د پاکستان جمهوري اقدارو لپاره ښه نه دی.

بیان زیاتوي‌ چې د جمهوريت پرمختګ لپاره ضروري ده چې په ملکي ادارو کې د پوځ کردار کم شي.


دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان ایسټبلیشمنيټ ډويژن د جون په دويمه نېټه په يو بيان کې وويل چې وزيراعظم شهباز شريف ايي ايس ايي ته واک ورکړی چې ځينې مقرريدونکي ملکي چارواکي دې وارزوي.

د خیبر پښتونخوا د داخله چارو پخواني سکرتر او د پولیسو پخواني مشر اختر علي شاه د جون په څلورمه نېټه مشال راډیو ته وویل، دا کار پخوا هم کېدو خو یو کس ته د سرکاري ملازمت د ورکولو پر مهال به یوازې له تاڼې د هغه ریکارډ غوښتل کېده او دا به کتل کېدل چې دې کس چېرته د ملک خلاف په سرګرمیو کې خو برخه نه ده اخېستې؟

د حکمران مسلم ليګ نواز سېنېټر پرويز رشيد، د پيپلز پارټۍ فرحت الله بابر او د اپوزیشن تحريک انصاف سياستوالو فواد چوهدري او شيرين مزاري پر ټويټر ليکلي چې دا چاره بايد نوره ودريږي او ايي ایس ايي دې پارليمان ته ځواب ورکوونکې شي.


د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې ای ایس پي‌ ار او یا کوم بل چارواکي تراوسه په دې اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستان په مرکز کې اوسني واکمن مسلم لیګ نون او د هغوی اتحادیانو به تور پورې کاوه چې د تحریک انصاف په حکومت کې پوځ او استخباراتو ته په عدالتي پرېکړو، انتخاباتو او حکومتي کارونو کې د لاسوهنې اجازه ورکړل شوې وه.

خو تحریک انصاف او د پاکستان پوځ او استخباراتي‌ ادارو دا تورونه تل رد کړي دي چې ګواکې په حکومتي چارو کې یې لاسوهنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG