د لاسرسي ځای

تازه خبر

شوکت یوسفزی: بلوچستان حکومت د تښتول شویو کان کېندونکیو د خلاصون باور راکړی


بلوچستان صوبه د سکرو ګڼ شمېر کانونه لري: انځور له ارشیفه
بلوچستان صوبه د سکرو ګڼ شمېر کانونه لري: انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي په رسمي توګه یې د بلوچستان له حکومته غوښتنه کړېده چې په هغه صوبه کې د تښتول شویو کان کېندونکیو د خلاصون لپاره دې اقدامات وکړي.

د خیبر پښتونخوا د کارګرانو او کلتوري چارو وزیر شوکت علي یوسفزي د نومبر په ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې د بلوچستان حکومت ته یې د تښتول شویو مزدورانو د خوشې کولو لپاره رسمي خط لېږلی او هغوی ته رسېدلی دی.

ده وویل، "د دې صوبې له وزیراعلا سره مې رابطه هم شوې ده، هغوی راته د هر ډول مرستې ډاډ راکړی دی. زموږ وزیر اعلا محمود خان هم نن راته وویل چې د بلوچستان له چارواکو سره رابطه کوي او ورسره به خپلې اندېښنې شریکوي."

شوکت یوسفزي وویل، د تښتول شویو کسانو کورنۍ په ډېر تکلیف او پریشانۍ کې دي او دوی ته هم تشویش دی.

ده وویل، "موږ هڅه کوو چې دا کسان زر تر زره راپیدا کړو او په کومو کمپنیو کې چې دې کسانو کار کاوه، د هغو پر مالکانو به هم زور راوړو چې له اغواکارو سره دې رابطې وکړي او دوی دې راخلاص کړي."

شوکت یوسفزي دا هم وویل چې د ده د معلوماتو له مخې، د دې کان کېندونکيو تښتونکي د سکرو د کانونو له کمپنیو قلنګ غواړي.

د نوموړي په وینا، دا کان کېندونکي په یوه شپه، د سکرو له درو بېلا بېلو کمپنیو څخه تښتول شوي دي.

دا له هغه وروسته ده چې د نومبر پر ۱۳مه، د بلوچستان صوبې په مچ سیمه کې شپږ تنه کان کېندونکي د سکرو له یوه کانه د نامعلومو کسانو لخوا تښتول شوي وو. په تښتول شویو کې څلور تنه د شانګلې او دوه د بلوچستان اوسېدونکي دي.

بلخوا د پاکستان د کان کېندونکیو په اتحادیه کې د شانګلې ضلعې مشر علي باش خان وايي دوی د دې کسانو د راخوشي کولو په لړ کې له حکومتي اقداماتو مطمین نه دي.

ده وویل، دوی غواړي چې په دې لړ کې د خیبر پښتونخوا د حکومت استازي د بلوچستان له حکومت سره مخامخ خبرې اترې وکړي.

علي باش خان د نومبر په ۲۴ مه مشال راډیو ته وویل، "پکار دا ده چې زموږ وزیر صېب (شوکت یوسفزی) په خپله بلوچستان ته لاړ شي او د هغې صوبې له وزیر اعلا او ګورنر سره کښېني او ورته ووايي چې زما د حلقې (شانګلې) دا مزدوران د روزګار لپاره درغلي وو نو پکار ده چې د بلوچستان حکومت د هغوی د حفاظت ذمه واري واخلي او تښتول شوي کسان راخلاص کړي."

د ده په وینا، د خیبر پښتونخوا حکومت چې په دې لړ کې تر اوسه د بلوچستان له حکومت سره د خط او یا ټیلیفون په ذریعه څومره رابطې کړي دي، د دوی اتحادیه، د کویلې په کانونو کې کارکوونکي او د هغوی کورنۍ له دې څخه لږ هم مطمین نه دي.

خو په بلوچستان اسمبلۍ کې د کانونو او معدنیاتو په اړه د قایمه کمیټۍ مشر اصغر علي ترین د نومبر په ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې د تښتول شویو کان کېندونکیو د خلاصولو لپاره به ټول ممکن اقدامات کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د بلوچستان حکومت د امنیت ټینګ ساتلو ته ژمن دی او هڅه به کوي چې دا ډول پېښې په اینده کې تکرار نه شي.

د خیبر پښتونخوا د کان کېندونکیو د ټولنې د غړي علي باش خان په وینا په بلوچستان کې د ډبرو سکرو په کانونو کې خوا اوشا ۴۰ زره مزدوران کار کوي چې زیاتره یې د خیبر پښتونخوا د شانګلې دي.

د نوموړي په وینا له شانګلې وروسته د سوات، بره دیر او د افغانستان مزدوران هم په زیات شمېر په دې درنګونو کې په کار بوخت دي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG