د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ عدالت د علي‌ وزیر د مقدمې اورېدنه تر ۲۵م اکتوبره وځنډوله


علي وزیر په قومي اسمبلۍ کې د جنوبي‌ وزیرستان د ولس استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ دی. 
علي وزیر په قومي اسمبلۍ کې د جنوبي‌ وزیرستان د ولس استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ دی. 

د کراچۍ یو عدالت د اکتوبر پر ۲۲مه د علي وزير خلاف د سهراب ګوټ په یوه مقدمه کې د خپلې پرېکړې اورول یو ځل بیا د اکتوبر تر ۲۵مې ځنډولي دي.

د علي وزیر وکیل قادر خان ایډوکیټ مشال راډیو ته وویل چې د علي وزیر او د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو ملګرو خلاف دا مقدمه د ۲۰۲۰م کال په ډېسېمبر میاشت کې د کراچۍ په سهراب ګوټ کې درج کړل شوې وه.

د ده په وینا، عدالت تر دې وړاندې د اکتوبر پر شپږمه خپله پریکړه محفوظه کړې وه او د اورولو لپاره یې د اکتوبر ۲۲مه نېټه ورکړې وه.

د علي وزیر خلاف دا مقدمه د ۲۰۲۰ز کال په ډېسېمبر مياشت کې د کراچۍ د سهراب ګوټ په تاڼه کې درج شوې وه او پولیسو د هم هغه کال د ډېسمبر پر ۱۶مه نوموړی نیولی وو.

په هغه مقدمه کې د ترهګرۍ ضد عدالت او سېند های کورټ د نوموړي د ضمانت خواست رد کړی وو خو وروسته د پاکستان سپریم کورټ د ۲۰۲۱ز کال په نومبر مياشت کې ورته ضمانت ورکړی وو.

په کراچۍ کې د علي وزیر پر ضد څلور مقدمې دایرې شوې دي او په ټولو مقدمو کې د هغه ضمانت شوی دی، خو علي وزیر دا مهال د شمالي وزيرستان د میرامشاه د ۲۰۲م کال په یوه مقدمه کې د کراچۍ په زندان کې بند دی.

په هغه مقدمه کې د نوموړي د ضمانت د درخواست اورېدنه د پېښور های کورټ په بنو څانګه کې روانه ده. علي وزیر په قومي اسمبلۍ کې د جنوبي‌ وزیرستان د ولس استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG