د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا: دوکانداران وايي، سېلابونو یې کاروبار خراب کړی


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

په خیبرپښتونخوا کې دوکانداران وايي چې د سېلابونو له وجې په بازارونو او منډیو کې خوراکي او غیر خوراکي شیان کم شوي دي چې له وجې یې د هغوی کاروبار متاثره شوی دی.

د مردان د میوو او سبزیو په منډۍ کې دوکاندار پیر محمد خان د سیپټېمبر پر لومړۍ نېټه مشال رېډیو ته وویل چې د سېلاب له وجې له سوات کوټې او کابل څخه منډیۍ ته مېوې او سبزۍ نه راځي چې ورسره دوی ته د لکونو روپو تاوان شوی دی.

هغه وايي:

"سامانونه نیشته، که شیان وو نو بیا به نرخونه هم دومره نه وو. خربوزه، سیبان، شفتلان او پیاز ټماټر هر څه اوبو یوړل. زموږ په سوات، کوټه او کابل کې له سوداګرو سره پیسې بندې دي، د سېلاب له وجې هغوی سامانونه راونه لېږل او پیسې هغوی سره پاتې شوې. موږ زمیندارانو ته له ۱۰ لکو واخلې تر ۳۰ لکو پورې ورکړي دي او هغه بندې پاتې دي."

پیر محمد خان دا خبره په داسې وخت کې مشال رېډیو ته وکړه چې د پاکستان د شماریاتو ادارې ویلي چې په دې هېواد کې په اګست کې د ګرانۍ شرخ ۲۷ اعشاریه درې في صدو ته رسیدلې چې پکې د تېرې میاشتې په نسبت څلور اعشاریه درې في صده زیاتوالی راغلی دی.

د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د شماریاتو ادارې د سیپټېمبر پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتېني راپور کې وویل چې په اګست میاشت کې د خوړو، کورونو، جامو او پیزار او ټرانسپورټ په ګډون د بېلابېلو شیانو نرخونه زیات شوي دي. د ادارې په وینا په پاکستان کې په تېر یو کال کې ټرانسپورټ څه د پاسه ۶۳ في صده، خوراکي توکې له ۲۸ في صدو نه تر ۳۳ في صدو پورې، د کورونو کرایې او بیلونه شاوخوا ۲۷ نیم في صده ګران شوي دي. دغسې په تېر یو کال کې د بجلۍ نرخ څه د پاسه ۱۲۳ في صدو ته لوړ شوی دی.

د باجوړ په خار سیمه کې دوکاندار ضیاالدین وايي چې د سېلابونو له وجې د شیانو نرخونه زیات شوي چې له وجې یې د دوی کاروبار ډیر خراب شوی دی: "دلته غوړي کم شوي دي. په پنځم یا شپږم دوکان به ملاو شي. د بسکوټو د ډبو نرخونه له ۱۰۰ څخه ۱۲۰ او ۱۳۰ روپو ته لوړ شوي دي. د شیانو نرخونه ۱۵ یا ۲۰ في صده ګران شوي دي. مخکې به ۴۰، ۵۰ کسان دوکان ته راتلل، په هغې به ۲۰ یا ۲۵ سودا اخیسته خو اوس ۱۰ یا له هم لسو هم کم کسان دوکان ته راځي ځکه چې نرخونه زیات شوي دي."

د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

بلخوا د اقتصادي چارو پوه ډاکټر غلام صمد وايي چې د کورونا وایرس وبا او په نړۍ کې د تېلو نرخونو زیاتېدو په ګډون د ځېنو نورو وجوهاتو له وجې په پاکستان کې ګراني زیاته شوې وه او اوس ښايي چې د دې سېلابونو سره به ګراني نوره هم سیوا شي.

نوموړي زیاته کړه:

"باید سیاست او اقتصاد له یو بل څخه بېل بېل کړل شي. زموږ له ګاونډیو هېوادونو څخه تجارت په څه نه څه وجه بند دی. له هند سره تجارت بند دی او یا د شرایطو په بنیاد دی. دغسې له افغانستان سره د نیشت برابر دی. دغسې سېلابونه په نورو هېوادونو کې راځي خو زموږ مسله دا ده چې له موږ سره یې انتظام نیشته. افتونه هم ګراني زیاتوي خو زموږه تېروتنه دا ده چې افت راشي نو بیا راویښ شو."

د پاکستان د شماریاتو ادارې په وینا د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د ګرانۍ شرح اته اعشاریه څلور في صده وه.

په پاکستان کې د سټاک ایکسچینج یوې ادارې عارف حبیب لمیټیډ پر ټویټر لیکلي چې په دې هېواد کې په اګست میاشت کې ګراني د ۱۹۷۳م کال راپدیخوا تر بل هر وخت زیاته ده. د پاکستان حکومت د تېرې څه مودې راهیسي ادعا کوي چې په ګرانۍ به قابو ومومي. وزیراعظم شهباز شریف د ګرانۍ له وجې بې وزلو ته دوه دوه زره روپۍ ورکولو ویلي ول چې د خلکو په وینا دا د ګرانۍ په نسبت لږې دي.

XS
SM
MD
LG