د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا ښوونکي: پښتو دې د نصاب لازمي برخه وګرځول شي


 په ۲۰۱۲ز کال کې، د عوامي نېشنل ګوند په مشرۍ د هغه وخت خيبر پښتونخوا حکومت د پښتو په ګډون يو شمېر نورې مورنۍ ژبې د نصاب برخه ګرځولې وې ــ پخوانی انځور
په ۲۰۱۲ز کال کې، د عوامي نېشنل ګوند په مشرۍ د هغه وخت خيبر پښتونخوا حکومت د پښتو په ګډون يو شمېر نورې مورنۍ ژبې د نصاب برخه ګرځولې وې ــ پخوانی انځور

په خيبر پښتونخوا کې د پښتو ژبې ښوونکو او ليکوالانو غوښتنه کړې چې پښتو مضمون دې د دغې صوبې د تعليمي نصاب لازمي برخه وګرځول شي.

هغوی دا غوښتنه تر هغه وروسته کړې چې د صوبايي حکومت له اعلان سره سم، له شپږمه تر ۱۰م ټولګي پورې به زده کوونکي انګلیسي، اردو، ریاضي، تاریخ، جغرافیه، اسلامیات، ساینس او کمپیوټر ساینس د لازمي مضامینو په توګه لولي.

دا اعلان د تعليمي نصاب او ښوونکو د روزنې صوبايي ادارې د مې پر ۲۲مه د سکولونو په نصاب کې د بدلون په دویمه مرحله کې کړی دی. چارواکي وایې چې دا پریکړه یې د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان د "یو شان تعلیمي نظام" تر پالیسۍ لاندې کړې ده.

د پېښور پښتو اکېډمۍ مشر پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزیر د اګست پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې په دې لازمي مضامینو کې د پښتو غیرموجودګۍ اندېښمن کړی دی او باید په دغه اړه حکومت سپیناوی وکړي. "په اعلامیه کې چې کوم اته مضامین ورکړل شوي، دا بنیادي دي او په دې کې هیڅ شک او تردید نشته خو وروسته چې دوی کوم تفصیل ورکړی دی چې پر ۱۰م مقام به ځايي يا مورنیو ژبو ته ځای ورکړل شوی دی نو د هغې اصل حیثیت به څه وي؟"

د نصرالله جان وزير زياتوي، چې څه هم ښودل کېږي باید په پښتو ژبه وښودل شي.

د عبدالولي خان پوهنتون د پښتو څانګې ښوونکی ډاکتر ظفر بخشالی وايي چې باید تر قانون لاندې د مورنیو ژبو زده کړې عملي شي، نصاب جوړ کړل شي او د پښتو لپاره استادان په کار وګومارل شي. "که ماشومانو ته د ساینس او نورو مضامینو زده کړې په پښتو ژبه ورکړل شي نو هغوی ته به پرې پوهېدل نور هم اسان شي."

په سوات کې د پوهنې او روزنې ادارې په نامه د يوه غيرحکومتي سازمان مشر او څېړونکی زبیر توروالي وايي چې د پښتو په ګډون د صوبې د پينځو ژبو د زده کړو په اړه قانون منظور شوی خو لا تر اوسه سم عملي شوی نه دی.

نوموړی زياتوي، اوس هم په مورنیو ژبو کې د زده کړو نصاب نه دی تیار شوی او په تعلیمي ادارو کې د زده کړو عمل اغېزمن شوی دی. "په دې حکومتي اعلامیه کې د نرسري پر کچ د مورنیو ژبو ذکر نه دی شوی چې یوه لویه غلطي ده."

خيبر پښتونخوا کې پر ښوونکو او ليکوالانو سربېره يوشمېر سياستوالانو هم په تعليمي نصاب کې د مورنيو ژبو پر ارزښت ټينګار کړی دی.

د قامي وطن ګوند مرستیال مشر طارق احمد خان وايي چې تر ۱۸م ایيني ترمیم وروسته نصاب جوړول د صوبايي حکومت په واک کې راځي نو ځکه د "یو شان قامي نصاب" عملي کول "غیر قانوني" اقدام دی.

نوموړی زیاتوي چې په دغه اړه د نورو ملت پاله ګوندونو سره په تماس کې دی او که د صوبې مورنيو ژبو ته پاملرنه نه کېږي نو پر ضد به یې غږ پورته کوي.

د طارق احمد خان په وينا، د خیبر پښتونخوا پرته د پاکستان نورو صوبو، پنجاب، سيند او بلوچستان د "یوشان قامي نصاب پالیسي" مسترد کړې ده.

بلخوا د خیبر پښتونخوا د تعليمي نصاب او د ښوونکو د روزنې اداره دریځ لري چې د مورنیو ژبو د زده کړو قانون عملي کوي او پښتو به اوس له لومړي تر ۱۲م ټولګي پورې د لازمي مضمون په توګه د نصاب برخه وي.

د دې ادارې یوه لوړپوړي چارواکي، چې له رسنيو سره يې د خبرو کولو اجازه نه درلوده، د اګست پر ۲۵مه مشال راډيو ته د نوم نه ښودو په شرط وویل چې د پښتو او صوبې د نورو ژبو د نصاب جوړولو کار یې پیل کړی او ډېر زر به په مورنیو ژبو کې د نصاب د کتابونو د نیشتوالي ستونزه هم هواره شي.

د ۲۰۱۰ز کال په اپريل مياشت کې د پاکستان پيپلز ګوند په مشرۍ د هغه وخت مرکزي حکومت د پاکستان په ايين کې ۱۸م ترميم د پارلېمان تر منظورۍ وروسته عملي کړ، چې مهم اړخ يې صوبو ته د تعليم او روغتيا په ګډون د ځينو نورو څانګو واک ورکول وو. د پاکستان د وړو صوبو سياسي ګوندونو له لسيزو راهيسې د دې ډول اختياراتو غوښتنه کوله.

تر ۱۸م ترميم عملي کېدو دوه کاله وروسته، په ۲۰۱۲ز کال کې، د عوامي نېشنل ګوند په مشرۍ د هغه وخت خيبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د مورنیو ژبې د ودې لپاره "د سيمه ييزو ژبو قانون" منظور کړی وو.

د دې قانون له مخې تر ۱۲م ټولګي پورې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې ځايي ابادۍ ته په کتو د پښتو په ګډون د هندکو، کوهوار، سرایکي او کوهستانۍ ژبو زده کړی لازمي ګرځول شوي وې. پر دې سربېره په تعليمي نصاب کې د پښتنو د ځينو اتلانو اضافه هم شوې وه چې په بيا وروسته په ۲۰۱۳ز کال کې د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ نوي صوبايي حکومت په تدريجي ډول دا نوښتونه ليرې کړل.

XS
SM
MD
LG