د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې ماشومانو ته د پوليو پرضد د دوه څاڅکو واکسینو ورکولو څلور ورځنې کمپاین پیل شوی دی.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د پولیو د له منځه وړلو د ملي مرکز مشر ډاکتر نیک ولي شاه مومن هیله څرګنده کړې چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به له پنځو کلونو کم عمره نژدې اوه ميلیونه ماشومان واکسین کړای شي.
په افغانستان کې د ۲۰۲۲م کال له پیل راهیسې د پولیو یوه مثبته پېښه په پکتیا ولایت کې ثبت شوې او تېر کال په دې هېواد کې د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
د روغتيا چارواکي وايي چې په دې کمپاین کې په ختيځ زون کې یو اعشاریه دوه میلیونو هغو ماشومانو ته د واکسینو دوه څاڅکې ورکول کېږي، چې عمرونه يې تر پينځو کلونو کم وي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د ۲۰۲۲م کال د جون له ۲۷مې تر ۳۰مې هم د پولیو ضد کمپاین تر سره کړی وو.
په همدې اړه په جلال اباد کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو ادارې " یونسیف" د پوليو د برخې یو شمېر مسوولینو د ختیځ زون په کچه د سیمه ييزو راډيو ګانو خبریالان وربللې وو او په يوه ښوونېزه ناسته کې يې له خبریالانو وغوښتل چې د خپلو راډيوګانو له لارې د پوليو د مخنیوي په موخه پوهاوي ورکړي.
د پوليو د مخنيوي په موخه د یونسیف نړیوالې ادارې له لورې د ختيځ زون د سيمه ییزو راډيو ګانو له یو شمېر استازو سره دا ښوونيزه ناسته د جولای په ۲۴ مه نېټه په جلال اباد ښار کې تر سره شوه.
په دې ناسته کې د یونسیف ادارې د پولیو د برخې یو تن ټرینر ډاکټر سعادت الله ضیا د پراجکټور په ذریعه خبریالانو ته د پوليو ويروس په تاریخچه، اضرارو او له دې ویروسه د مخنیوي په اړه هر اړخيز
معلومات شريک کړل او له خبریالانو يې وغوښتل چې د خپلو راډيو ګانو له لارې ولس ته د پوليو د مخنیوي په اړه پوهاوی ورکړي.
په دې ناسته کې پر ننګرهار سربیره د لغمان او کونړ ولایتونو د سیمه ییزو راډيو ګانو خبریالانو ګډون کړی او ژمنې يې وکړې چې د بېلابېلو خپرونو له لارې به ولس ته د پوليو پر ضد پوهاوي ورکوي.
عابدالله عابد چې په لغمان ولایت کې د سولې ارمان راډيو مسوول دی مشال راډيو ته وویل، "موږ بغیر له دې نه هم، په خپله راډيو کې په ژوندۍ خپرونو کې، که ګولډن برنامې وي، دې نه علاوه د يونسیف لخوا موږ ته سپاټونه راکول شي، هغه خپروو. ډرامايي کلپونه مو هم جوړ کړي او خلکو ته پوهاوی ورکوو."
په کونړ ولایت کې د ښکلا راډيو د نشراتو مسوول ګوهر ساپي مشال راډيو ته وویل، دوی به د خپلې راډيو له لارې د پوليو نه د مخنیوي په موخه ګردي مېزونه، له ډاکټرانو سره مرکې او د خلکو د پوهاوي لپاره پېغامونه خپروي:
ده وویل، "موږ ژمن یوو چې په روغتیايي برنامو کې خلکو ته د پوليو په اړه پوهاوی ورکړو. ګردي مېزونو ته چې مېلمانه راغواړو، هغه تخنیکي پوښتنې چې زموږ ذهن پرې نه وو خلاص او په دې ښوونیزه ناسته کې مو چې څه زده کړل، د هغې په رڼا کې ترې پوښتنې کوو او له دې لارې خلکو ته د پوليو د مخنیوي په اړه پوهاوی ورکوو."
په جلال اباد کې د صفا راډيو د نشراتو مسوول اسماعیل حضرتي مشال راډیو سره په خبرو کې د پوليو پر وړاندې د عامه پوهاوي په برخه کې خپله ژمنتیا وښوده:
نوموړي وویل، "موږ دې کمپاین ته ژمن يوو، زموږ چې کومې خپرونې دي، د هغې له لارې به خپل ولس ته خدمت کوو، د پوليو په اړه به اعلانات خپروو، تر څو زموږ هيوادوال په هره دوره کې خپلو ماشومانو ته د پوليو پر ضد د واکسینو دوه څاڅکې ورکړي."
د پوليو ویروس په نوره نړۍ کې ختم شوی خو افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هیوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو ويروس موجود دی.
په روان ۲۰۲۲ ز کال کې د افغانستان په پکتیا کې يوه مثبته پېښه اوپه خیبر پښتونخوا کې ۱۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
په دې کې ۱۲ په شمالي وزیرستان او یوه تازه پېښه يې په لکي مروت کې ثبت شوې ده.
د يونسیف د پوليو برخې د مسوولینو د معلوماتو له مخې د پوليو یا ګوزن ناروغي په ۱۷۸۹ ز کال کشف شوه او په ۱۸۴۰ ز کال کې د طبي ناروغۍ په توګه وپېژندل شوه.
د یادې ادارې په وینا، له ۱۹۴۰ نه تر ۱۹۵۰ ز کالونو کې خطرناک پړاو ته ورسېده چې یوازې په امریکا کې يې ۲۷۲۰ تنه ماشومان او لویان مړه کړي ول او ۴۲۱۷۳ مثبتې پېښې په کې ثبت شوې وې.
په ۱۹۸۸ ز کال کې دا ویروس په ۱۲۵ هیوادونو کې موجود و او ۳۵۰۰۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې وې خو په همدې کال يې پر وړاندې مبارزه پیل شوه.