د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت مخالفه مشران: علي وزير دې د قامي اسمبلۍ غونډې ته راوستل شي


د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او له جنوبي وزيرستانه د قامي اسمبلۍ منتخب غړی علي وزير د وينا پر مهال، انځور له ارشيفه
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او له جنوبي وزيرستانه د قامي اسمبلۍ منتخب غړی علي وزير د وينا پر مهال، انځور له ارشيفه

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې يوشمېر حکومت مخالفه مشرانو د ملي جمهوري غورځنګ ګوند د مشر محسن داوړ په استازيتوب سپيکر ته ليک لېږلی چې د اسمبلۍ غونډې ته د علي وزير د راستلو امر جاري کړي.

محسن داوړ پر ټويټر ليکلي چې نن (مارچ ۲۵مه) حکومت مخالفه ګوندونه په شريکه اسد قيصر ته ليک ولېږه چې له جنوبي وزيرستانه د قامي اسمبلۍ د منتخب استازي علي وزير پروډکشن ارډر يا اسمبلۍ ته د هغه د را وستلو امر وکړي.

پر دې ليک پر محسن داوړ سربېره په قامي اسمبلۍ کې د حکومت مخالفه ګوندونو مشر او د پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند صدر شهبار شريف، د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري، د بلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار اختر جان مېنګل، د جمعيت علما اسلام ف ډلې مخکښ مولانا اسد محمود او ځينو نورو حکومت مخالفه مشرانو لاسليکونه دي.

په ليک کې غوښتنه شوې، په داسې حال کې چې د وزيراعظم عمران خان پر ضد د عدم اعتماد تحريک قامي اسمبلۍ ته وړاندې کېږي، بايد د ټولو سيمو استازي په پرېکړه کې ګډون وکړي.

په ليک کې زياته شوې چې سپيکر دې د قامي اسمبلۍ د ضابطې د ۱۰۸مې مادې له مخې په غېر جانبداره توګه د علي وزير د راوستلو امر خپور کړي.

علي وزیر له شاوخوا ۱۵ مياشتو راهیسې د ۲۰۱۸ز، ۲۰۱۹ز او ۲۰۲۰ز کلونو په مقدمو کې د کراچۍ په زندان کې بندي دی. پر هغه د رياست او ریاستي ادارو پر ضد د ويناګانو او د خلکو پارولو درې مقدمې دي خو هغه دا تورونه ردوي. د نوموړي وکيلان دا تور ردوي او وايي‌ چې علي وزیر ته د پاکستان ايين د بيان د ازادۍ حق ورکړی او په پالیسيو نيوکې غداري نه ده.

د پاکستان سپريم کورټ نوموړي ته د ۲۰۲۰ز کال په مقدمه کې ضمانت ورکړی خو په نورو دوو مقدمو کې لا هم د هغه ضمانت نه دی منل شوی او پرضد یې قضیې روانې دي.

په پېښور کې د قانوني او سیاسي چارو پوه شهاب الدین خټک اېډوکېټ مشال راډیو ته د پروډکشن ارډر په اړه وويل چې سپيکر کولای شي چې د پارلېمان يو غړی له زندانه ور وغواړي.

هغه زیاته کړه: "پروډکشن ارډر جاري کول یوه پخوانۍ طریقه ده او د پاکستان ایین یې په اړه وايي‌ چې که یو تن د پارلېمان غړی وي او هغه په هره وجه په جېل کې وي نو د سپیکر ذمه واري ده چې د هغه پروډکشن ارډر جاري کړي او هغه د اسمبلۍ په غونډه کې برخه واخلي. تر غونډې وروسته هغه بیا واپس جېل ته ځي. پروډکشن ارډر جاري کېدو په وجه د هغه په سزا څه اثر نه غورځېږي او نه ترې دا ثابېتېږي چې له هغه سره کومه نرمي یا سختي وکړل شوه."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او له جنوبي وزيرستانه د قامي اسمبلۍ منتخب غړی علي وزير تر دې وړاندې هم څو ځلې له زندانه د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره راوستل شوی دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ د روان ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ له ۱۳مې راهیسې د علي وزیر او د پي ټي اېم د نورو غړو پرضد د مقدمو ختمولو لپاره په کراچۍ کې د سيند اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت روان کړی وو چې د مارچ پر اتمه ناوخته يې د يوې مياشتې لپاره وځنډاوه.

د غورځنګ مشر منظور احمد پښتين د مارچ پر اتمه شپې مهال پرلتوالو ته په وينا کې اعلان وکړ چې د سيند حکومت او پي ټي اېم ترمينځ موافقه لاسليک شوې چې ورسره سم یې صوبايي حکومت ته د علي وزیر د خوشې کولو او د غورځنګ د نورو غوښتنو پوره کولو لپاره یوه میاشت وخت ورکړی دی. د هغه په وينا که د سيند حکومت خپلې ژمنې عملي‌ نه کړې نو بيا به پرلت پيلوي.

XS
SM
MD
LG