د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو د څار سازمان: قازق چارواکي دې د شکنجو په اړه څېړنه وکړي


په الماتې کې د نيول شويو کسانو خپلوان د هغوی د خوشې کېدو لپاره د زندان مخې ته ورټول شوي (لومړۍ فېبروري، ۲۰۲۲)
په الماتې کې د نيول شويو کسانو خپلوان د هغوی د خوشې کېدو لپاره د زندان مخې ته ورټول شوي (لومړۍ فېبروري، ۲۰۲۲)

د بشري حقونو د څار سازمان، هیومن رایټس واچ د قازقستان له چارواکو غوښتنه کړې چې د شکنجې د ټولو ادعاوو په اړه بشپړه څېړنه وکړي او ټول هغه ناوړه چلندونه پای ته ورسوي چې تېره میاشت په دې هېواد کې د خونړیو ناکراریو په مهال او له هغه وروسته د فعالانو پر وړاندې ترسره شوي چې یو شمېر یې په غیر قانوني توګه نيول شوي دي.

سازمان نن (د فېبرورۍ پر لومړۍ نېټه) په یوه بیان کې وویل، ډېر باوري راپورونه یې ترلاسه کړي چې پولیسو په لسګونو سوله ییز مظاهره کوونکي او نور خلک پر خپل سر نيولي دي.

د سازمان په خبره، له ځینو نیول شويو کسانو سره ناوړه چلند شوی او د ډنډو او برقي ټکانونو په ګډون شکنجه شوي دي.

قازق چارواکو ویلي، په هېواد کې د وروستیو ناکراریو په ترڅ کې یې د قانون پلي کوونکو ځواکونو د ۱۹ غړیو په ګډون ۲۲۷ کسان نیولي دي.

دغه ناکراري د قازقستان په لویدیځه سیمه منګیسټاو کې د جنورۍ پر دويمه نېټه د تیلو او ګازو د بیو لوړېدو پر ضد په سوله ییزو لاریون سره، چې وروسته د دې هېواد نورو ښارونو ته وغځېدل، پیل شوې.

XS
SM
MD
LG