د لاسرسي ځای

تازه خبر

په وزیرستان کې د قبایلي جګړو پرمهال کارېدونکې درنې وسلې له کومه ورځي؟


د پاکستان حکومت په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد تر ضرب عضب عملیاتو وروسته ادعا کړې وه چې سیمه يې له هر ډول وسلو پاکه کړې ده.
د پاکستان حکومت په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد تر ضرب عضب عملیاتو وروسته ادعا کړې وه چې سیمه يې له هر ډول وسلو پاکه کړې ده.

د شمالي وزیرستان پارلیماني استازو او قبايلي مشرانو پر حکومت غږ کړی چې په دې سیمه کې زر تر زره د وسلو راغونډولو مهم پیل کړي.

د پاکستان حکومت په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد تر ضرب عضب عملیاتو وروسته ادعا کړې وه چې سیمه يې له هر ډول وسلو پاکه کړې ده.

خو د شمالي وزیرستان سیاسي او قبایلي مشران پوښتنه راپورته کوي چې که حکومت رښتیا هم دا سیمه له وسلو پاکه کړې وي‌ نو بیا اوس د قبیلو ترمنځ په نښتو کې کارېدونکې وسلې له کومه راغلې؟

د شمالي وزیرستان دې مشرانو له مشال راډیو سره د خبرو پرمهال دا څرکندونې پر داسې مهال کړې دي چې له څه مودې راهيسې په شمالي وزیرستان کې د بېلا بېلو قبیلو له خوا د خپل مينځي جګړو پر مهال د غټو او وړو وسلو کارولو له امله يو شمیر ولسي وګړي وژل شوي او ټپي شوي دي.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان یو استازي میرکلام وزیر د ډېسمبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، اوس دا تر ټولو لویه پوښتنه ده چې دا وسلې له کومه راغلې؟

ده وویل، "په وزیرستان کې پوځي عملیات وشول، ټول ولس له سیمې وتلی وو ، او دا ټوله سیمه د پوځ په واک کې وه ، بیا پوځ او حکومت ټولې نړۍ ته اعلان وکړ چې شمالی وزیرستان يې له هر ډول ترهګرۍ ، وسلې او بارودو پاک کړ."

نوموړي په دې اړه د پوښتنو راپورته کولو په ترڅ کې وویل چې دا دومره غټې او وړې وسلې له کومه، د چا په خوښه او ملاتړ او کومو کومو سیمو ته په څه طریقه رارسیږي؟

میرکلام وزیر زیاته کړه چې اوس ضرورت د دې خبرې دی چې یوازې شمالی وزیرستان نه بلکې ټوله قبايلي سیمه له وسلو او بارودو پاکه کړل شي او جګړو ته د پای ټکی کښېښودل شي.

د شمالي وزیرستان ځايي خلک وايي چې هلته په تېرو څو میاشتو کې د بیلا بیلو قبیلو تر منځ د مځکو او غرونو د ملکیت پر سر په راپورته شویو وسله والو نښتو کې د يو بل پرضد کلاشنکوف، دشکه، اهوانونه ، دوه فوټه او څلور فوټه توغندي، لاسی بمونه او یو شمیر نورې وسلې استعمال شوې دي.

د دته خيلو ملک غلام خان وزیر د ډېسمبر پر ۲۵مه مشال راډيو ته وویل چې دوی په سیمه کې په دومره لويه کچه د وسلو پر موجودګۍ حیران دي.

ده وویل، "دومره لوی عملیات وشول، دومره ډیر پوځي او د پوليس سرتیري په سیمه کې موجود دي او بیا هم نښتې کيږي او وسله هم شته؟"

نوموړي‌ وویل چې دوی له حکومته دا غوښتنه کوي چې نور دې له سیمې وسلې راغونډې کړي او د قبیلو تر منځ دې شخړې هوارې کړي.

د ملک غلام خان په وینا، دا ځکه چې پښتانه ډیر ودرديدو نور دې دا لړۍ ختمه کړل شي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال د جون میاشتې له ۱۵مې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نامه عملیات پیل کړي وو.

په هغو عملیاتو کې تر یو میلیون زیات خلک بې کوره شوي وو چې زیاته برخه یې د خیبر پښتونخوا نورو سیمو او د افغانستان خوست ته اوښتي وو.

د پاکستان حکومت او پوځ دواړو ادعا کړې وه چې هغه سیمه یې له وسلو او وسله والو پاکه کړې ده خو بیا هم هلته نه یوازې قبیلې د یو بل پرضد درنې وسلې کاروي بلکې وسله والو هم په پرلپسې بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د دې سیمې یو ځايي خبریال رسول داوړ وايي، د سیمې په خلکو کې عام تاثر دا دی چې دا وسله له ګاونډي هیواد افغانستان څخه ورځي.

ده وویل، "دا وسلې که له افغانستانه راځي‌ نو بیا پوښتنه دا ده چې پر پوله خو اغزن تار لګول شوی ، د پاکستاني پوځ په زرګونه سرتیري د پولې پر ساتنه مامور دي ، نو بیا څنګه دا وسله شمالی وزیرستان ته راغلې؟"

د ده په وینا، بل تاثر دا هم دی چې دا وسله خلکو پټه کړې وه او اوس يې را اېستلې ده.

د رسول داوړ په وینا، په دې کې که هر یو تاثر سم وي خو د دې پوښتنو ځواب یوازې حکومت ورکولای شي.


د شمالی وزیرستان مرستیال کمشنر شاهد علی خان وايي چې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات او د وسلو راغونډول د شمالی وزیرستان په لسو واړو تحصیلونو کې نه بلکې یوازې په شپږو تحصیلونو کې شوي ول.

د ده په وینا، په دوسلي، سپين وام ، رزمک او شوه تحصیلونو کې دا عملیات نه وو شوي.

ده وویل، که نورو تحصیلونو ته وګورئ او د هغې څیړنه وشي نو هلته د غټو وسلو د ساتلو او کارولو راپورونه نشته.

ده زیاته کړه، "په پاتې سیمو کې د قبېلوي جګړو پر مهال چې د غټو وسلو کارولو راپورونه راشي نو موږ د هغوی پرضد عملیات کوو ، په دې نيږدو کې د ايپي او مدي خيلو تر منځه نښته کې چې کله غټه وسله وکارول شوه نو موږ يې پرضد کاروايي وکړه، موږ بیا له هغوي غټه وسله ضبط کړه."

شاهد علي‌ خان زیاته کړه چې دوی اوس د وسلو د ضبطولو په اړه یو جامع پلان برابر کړی او په دې لړ کې به کور پر کور لټون کوي.

د ده په وینا، چې څوک هم له قانونه سرغړونه کوي پرضد به يې کاروايي کېږي.

د شمالي وزیرستان سیاسي او قبایلي مشران وايي، که په سیمه کې د وسلو راغونډولو مهم په ښه نیت وشي او له عام ولس سره سره له حکومت پلوه ملکانو او مخورو هم وسله واخیستل شي نو په سیمه کې به د خپل منځي جګړو په مخنیوي کې لویه مرسته وشي.

د دوی په وینا، بیا به د شخړو د حل یوازنې لاره خبرې اترې پاتې شي او قبیلې به بیا د تشدد او وسلې په وسیله د حل لاره نه لټوي.

XS
SM
MD
LG