د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا حکومت د قبايلو لپاره د شخړو د حل متبادل قانون ګټور بولي


په شمالي وزیرستان کې د یوې جرګې تصویر
په شمالي وزیرستان کې د یوې جرګې تصویر

د خیبرپښتونخوا حکومت په قبایلي ضلعو کې نوی رامنځته شوی د شخړو د هواري متبادل قانون یعنې الټرنېټ ډسپوټ ریزلوشن ایکټ دفاع کړې او دا یې د ولس لپاره ګټور بللی دی.

د قانون، پارلېماني چارو او انساني حقونو صوبايي وزیر فضل شکور خان د مې په ۲۳مه مشال رېډیو ته وویل چې د دې قانون په ترڅ کې به خلک په اسانه او کم وخت کې انصاف ترلاسه کولی شي. نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د مې په ۲۲ مه په خیبر ضلعه کې یوې جرګې د شخړو د هواري د متبادل قانون په اړه اندېښنې ښودلې دي.

د شخړو د هواري متبادل قانون د ايف سي ار نوی شکل او د بشري حقونو تروړونکی دی
عبدالطیف افریدی

د دغې جرګې یو ګډونوال او د قبایلي سیاسي اتحاد ځايي مشر حضرت ولي د مې په ۲۳ مه مشال رېډیو ته وویل چې دا قانون به ورته هله د منلو وړ وي چې د قبايلي رواياتو سره برابر شي: ((زمونږ روایات دا دي چې که د دوو فریقو په منځ کې جګړه او ډزې روانې وي نو جرګه اول ډزبندي کوي او په هغې کې مچلغه یا تیږه کېښودل کېږدي. د هغې نه پس جرګه په فریقېنو کې وړ او پړ معلوموي او د هغې په بنیاد بیا فېصله کوي. خو د شخړو د هواري په دې قانون کې په دغه اړه وضاحت نشته. نو اندیښنه ده چې په دې کې به زمونږ روایات او حقونه تر پښو لاندې کېږي.))

د خیبرپښتونخوا حکومت د کورنیو او قبایلي چارو څانګې د مې په ۲۱ یو نوټیفیکېشن جاري کړی چې وايي د ۲۰۲۰م کال په دسمبر کې منظور شوی د شخړو د هواري متبادل قانون د مې له پنځمې د شمالي وزیرستان نه علاوه په شپږو قبایلي ضلعو کې عملي شوی دی.

په دې قانون کې ویل شوي چې په هره قبایلي ضلعه کې به انتظامي، امنیتي او عدالتي چارواکي د درېو کلونو لپاره د قامي مخورو، علماو او قانون پوهانو پنځه کسیزه کمیټې ټاکي او په شخړه کې ښکېلې غاړې به هم ورسره د خپلې خوښې مشران د شاملولو حق لري. په دې طریقه جوړه شوې جرګه به هڅه کوي چې عدالت ته له رسېدو وړاندې په کم وخت کې او په اسانه د خلکو شخړې حل کړي.

خو د سپریم کورټ بار ایسوسي اېشن مشر عبدالطیف افریدی وايي په قبایلي ضلعو کې د شخړو د هواري متبادل قانون په پخوانۍ فاټا کې د قایم ایف سي ار قانون نوې بڼه ده: ((دا نوکر شاهۍ او افسرانو د ځان په ګټه د ایف سي آر یو متبادل قانون جوړ کړی دی. دا قانون د ایین او بنیادي حقونو خلاف دی. خلک وايي چې دا په عدالت کې چیلینج کېدل پکار دي. که څوک راشي نو زه به دا په هایکورټ کې چیلینج کوم چې دا قانون غلط دی.))

بلخوا د خیبرپښتونخوا د قانون، پارلېماني چارو او انساني حقونو صوبايي وزیر فضل شکور خان دا تاثر ردوي چې دا قانون د آیین یا انساني حقونو سره په ټکر کې دی. نوموړی وايي د صوبې په نورو ضلعو کې هم د عدالتونو ترڅنګ دغه ډول قانون لا له وړاندې موجود دی چې خلکو ته یې ډیره ګټه رسولې ده.

هغه زیاتوي چې دا له عدالته بهر د جرګو مرکو په ذريعه د شخړو د هواري لاره ده. ((مونږ د صوبې په نورو ضلعو کې هم د شخړو د هواري د شورا (ډسپیوټ ریزلوشن کونسل) په نوم دغه ډول طریقه کار لرو چې ډیر ګټور دی. پښتانه په عمومي توګه او قبایلي ولس په ځانګړې توګه د عدالت په ځای د جرګې له لارې خپلې فېصلې کول غواړي نو ځکه دا قانون د قبایلي روایاتو سره هم سمون خوري.))

دا نوی قانون د قبايلي رواياتو سره برابر او د شخړو په حل کې ډير ګټور دی
فضل شکور خان

د فضل شکور خان په خبره په قبایلي ضلعو کې عدالتونه هم کار کوي نو که څوک د شخړو د هواري متبادل قانون له فېصلو مطمیین نه وي هغوی عدالت ته تللی شي.

دا قانون باجوړ، مومندو، خیبر، کورمې، اورکزو او جنوبي وزیرستان ته غځول شوی خو شمالي وزیرستان ترې بهر دی. په دې اړه فضل شکور خان وویل چې د مکمل امنیت قایمېدو وروسته به یادې ضلعې ته هم د شخړو د هواري متبادل قانون وغځول شي.

د ۲۰۱۸م کال د مې په اخري اونۍ کې د پاکستان پارلېمان، د هغه وخت حکومت او ولسمشر د ۲۵م اییني بدلون له منظورولو او لاسلیکولو سره قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ورګډې کړې چې ورسره سم، د هېواد قانون تر هغو سیمو وغځېده.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG