په کراچۍ کې د پښتنو ملتپالي سیاسي ګوندونه ادعا کوي چې په هغه ښار کې له پښتنو سره امنيتي او استخباراتي ادارې توپیري چلند کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر شپږمه د کراچۍ پوليسو دعوه وکړه چې د دغه ښار د اورنګي ټاون په سیمه کې يې له وسله والو سره په نښته کې یو ترهګر وژلی او بل یې ژوبل کړی دی خو وروسته پوليسو دا بیان واپس واخيستو.
وژل شوې کس د جنوبي وزیرستان ۱۷ کلن ارسلان مسید او ژوبل کس د ادم خېلو درې محمد یاسر وو. د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ په میاشت کې هم د دغه ښار د ملیر سیمې پوليسو دعوه کړې وه چې په يوه پوليس مقابله کې يې څلور مشکوک ترهګر وژلي دي خو بیا وروسته له پلټنو ثابته شوه چې هغه جعلي مقابله وه او په دغو وژل شویو کې يو د جنوبي وزیرستان نقیب الله مسید وو چې تر دا مهاله یې مقدمه روانه ده.
د ډېسېمبر پر اوومه له مشال راډيو سره په خبرو کې د عوامي نيشنل ګوند د سیند صوبې مشر شاهي سید وويل چې له پښتنو سره دا توپیري چلند له تېرو څلورو لسیزو دوام لري خو د نوموړي په وینا پخوا یې بڼه بدله وه، لکه په کراچۍ ښار کې به د پښتنو کچه ابادۍ ورانول کېدلې، رکشې او لاسي ګاډۍ به سوځول کېدې، د پښتنو بچو ته به په تعلیمي ادارو کې داخلې نه ملاوېدې، شناختي اسناد حاصلول ګران کار وو.
د ۲۰۱۷ز کال د سرشمېرنې له مخه دا مهال په سیند صوبه کې ۲.۵ مليونه پښتانه اوسېږي خو په دغو سرشمېرنو د سیند صوبې د نورو قامونو ترڅنګ پښتنو هم اعتراض کړی دی او د دوی په وینا په سیند صوبه کې تر پینځو مليونو زیات پښتانه ژوند کوي چې لویه شمېره يې په کراچۍ کې اوسېږي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سیند صوبې مشر نذیر جان بیا وايي چې دا شمېره تر اوو مليونو زیاته ده. د ده په خبره په کراچۍ کې له پښتنو سره په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي توګه توپیري چلند روان دی خو تر ټولو سخته ستونزه د هدفي وژنو ده.
((يو خوا خو کاروبار ته نه پرېښودل کېږي او بلخوا د هدفي بریدونو او وژنو لړۍ بیا په ډېر شدت سره شروع شوې ده، په دې نېږدو ورځو کې يوشمېر پښتانه وژل شوي دي، د دې ترڅنګ د سیند قانون سازه اسمبلۍ هم د پښتنو پرضد قوانین منظور کړي دي، لکه د بېلګې په توګه که د چا په شناختي اسنادو کې دوې پتې (ادرسونه) دي، يوه د پښتونخوا یا نورو سیمو ده او بله يې د کراچۍ ده، نو د داسې ماشومانو لپاره يې په تعلیمي ادارو کې د داخلې لپاره ډوميسايل لازمي کړو، او چې د چا دوه ادرسونه وي نو د قانون له مخه په سیند صوبه کې هغه ډوميسايل نه شي جوړولی.))
ليکوال شاهد جاويد برکي د ۲۰۲۱ز کال د سېپتمبر په ۱۳مه په انګريزۍ ژبې ايکسپریس ټربيون ورځپاڼه کې ليکي چې په افغانستان، قبايلي ضلعو، سوات او د پښتنو په نورو سیمو کې د جنګونو او تنازعو له امله په تېرو څلورو لسیزو کې له څلورو تر پینځو مليونو پورې پښتنو کراچۍ ته کډه کړې ده، او دا مهال کراچۍ په نړۍ کې د پښتنو تر ټولو لوی ښار دی. خو د پشتون ژغورنې غورځنګ د سند صوبې مشر نور الله ترین وايي چې په ښار کې ميشته نور قامونه د پښتنو اکثريت د ځان لپاره سیاسي خطر ګڼي.
((له پښتنو سره په نسلي او ژبني بنیادونو کوم توپیري چلند روان دی دا یوه سیاسي مسله ده، دا مهال په په کراچۍ کې شااوخوا ۷۰ (اویا) لکه پښتانه اباد دي له دې وجې په کراچۍ کې که سیندیان دي که اردو ژبي دي او که د نورو قامونو خلک دي نو د دې اکثريت له امله له موږ سره امتیازي سلوک روان دی. یوازې دا نه چې په دې ښار کې د پښتنو هدفي وژنې روانې دي بلکې دې ښار کې د پښتنو مال، کاروبار او کورونه هم خوندي نه دي او دلته پښتانه له بنیادي انساني حقونو نه محرومه دي.))
خو د ۲۰۱۷ز کال د مارچ د ړومبۍ نېټې په ډيپلوميټ مجله کې ليکوال فاروق يوسف ليکي چې کله د پاکستان د پنجاب صوبې په ښارونو کې ترهګر بریدونه وشول نو په خاصه توګه د پنجاب په ښارونو کې له ميشتو پښتنو سره توپيري چلند (پروفايلنګ) هم پیل شو. ليکوال فاروق يوسف لیکنې ته په کتو د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ عالمزیب مسید هم وايي چې دا لړۍ تر اوسه دوام لري.
((د پښتنو د پروفايلنګ دوه بڼې دي یو خو ریاستي ادارې د طالب وسله وال او یا ترهګر شک پرې کوي او بله په دغو ادارو کې کارکوونکي بیا دا پروفايل شوي کسان د مالي ګټې او په دندو کې د ترقۍ يوه ذریعه جوړه کړې ده،امنيتي ادارې پښتانه ووژني او په رسنیو کې بیا دا وژنې د وسله والو پرضد د کامیابه عملیاتو په نامه یادوي.))
د قامي جمهوري غورځنګ مشر او د پاکستان قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ په دې اند دی چې د سیاسي او احتجاجي رد عمل له امله له پښتنو سره د ځانګړې رویې رجحان ورو ورو په کمېدو دی خو لا درېدلی نه دی او د ډېسېمبر پر شپږمه نېټه په کراچۍ کې د ارسلان مسيد وژنه د دې ثبوت دی.
(( په کراچۍ کې چې کله د پوليسو پخواني افسر راو انوار یو پښتون ځوان نقیب الله مسید په جعلي پوليس مقابله کې ووژلو نو دا د راو انوار ړومبنۍ وژنه نه وه، داسې نورې یې هم کړې وې خو د احتجاج له امله دغه يوه رابرسیره شوه. په پاکستان کې اوس که چا زور وښودو، په شدت سره يې احتجاج وکړو، ژړا او فریاد يې وکړ نو تر څه حده هغه قضيه تر مقدمې درجولو ورسي خو ذمه وار بیا هم نه سزا کېږي. اوس ماته د دې هيواد نظام مفلوج ښکاري او هر قام به خپله ژغورنه په خپله کوي، له واقعاتو دا برېښي چې ریاست د بلوڅ، سیندي او پښتنو په ژغورنه کې ناکامه شوی دی.))
خو په سیند صوبه کې د واکمن پيپلز ګوند له کراچۍ د قامي اسمبلۍ غړی اغا رفیع الله دا خبره ردوي چې ګنې په کراچۍ کې پښتانه د ادارو لخوا په منظمه توګه د امتیازي سلوک هدف دي، د ده په خبره دا کار په ادارو کې د کرپټ افرادو (په درغلۍ ککړو یا مفسدو کسانو) لخوا کېږي.
((دا خبره غلطه ده چې په کراچۍ ښار کې په خاصه توګه پښتانه په نښه کېږي، دا مهال په سیند اسمبلۍ او قامي اسمبلۍ کې سره زما د هر سیاسي ګوند يوشمېر غړي پښتانه دي، چې په سیاسي توګه د پښتنو پیاوړتیا څرګندوي، بله دا چې دا مهال د سیند په پوليسو کې تر ټولو زیاته شمېره د پښتنو ده. له دوی سره که په ادارو کې کوم بد چلند کېږي نو هغه د کرپټ او درغلو اهلکارو لخوا کېږي، د دې لپاره پښتنو له د زیات تعلیم او اګاهۍ ضرورت دی.))
د پاکستان حکومت او امنيتي ادارې په بیا بیا وايي چې په هغه هېواد کې امنيتي ادارې، حکومتي او عدالتي نظام د ولس او په هغه هېواد کې د هر قام د ژوند او مال حفاظت ته چمتو دی او څوک هم چې د قانون سرغړونه کوي سزا به مومي.