د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ۲۰۲۱م کال کې په بلوچستان کې لویې سیاسي او امنیتي پېښې څه وې؟


د عثمان خان کاکړ په جنازه کې ولس په دومره پراخ شمېر ګډون وکړ چې د سیاسي مشرانو په وینا د صوبې په تاریخ کې یې ساری نه وو - انځور له ارشیفه
د عثمان خان کاکړ په جنازه کې ولس په دومره پراخ شمېر ګډون وکړ چې د سیاسي مشرانو په وینا د صوبې په تاریخ کې یې ساری نه وو - انځور له ارشیفه

د پاکستان د نورو صوبو په څېر په بلوچستان کې هم د ۲۰۲۱ز کال په اوږدو کې یو شمېر داسې سیاسي پېښې رامنځ ته شوې چې د رسنیو پام یې دې صوبې ته اړولی وو.

په دې پېښو کې زیاتره داسې وې چې امنیتي اړخونه یې هم درلودل. د دې پېښو په ترڅ کې داسې احتجاجونه او ولسي غبرګونونه رامنځ ته شو چې لږ تر لږه د صوبې په تاریخ کې یې ساری کم لیدل شوی وو.

د ۱۱ هزاره ګانو وژنه

په ۲۰۲۱م کال کې په بلوچستان کې د لویو سیاسي او امنیتي پېښو پیل هغه مهال شوی وو چې کله د جنورۍ پر دریمه نېټه وسله والو په مچ سیمه کې ۱۱ هزاره کانکېندونکي په ډزو وژلي وو.

د وژل شوو کسانو خپلوانو د احتجاج په توګه د مړو له ښخولو انکار وکړ او تر شپږو ورځو یې مړي د پرلت په منځ کې یښي وو.

دوی پرلت له هغه وروسته ختم کړی وو چې د هغه وخت اعلاوزیر جام کمال له وفاقي وزیرانو سره یو ځای دوی ته د انصاف ورکولو ژمنه وکړه.

د دې پېښې ذمه واري داعش وسله والې ډلې منلې وه.

د کریمې بلوڅې وژنه او جنازه

د بلوچستان لپاره د ۲۰۲۱م کال دویمه لویه پېښه هغه وه چې د بشري حقونو فعالې کريمې بلوڅې مړی د جنورۍ پر ۲۵مه د بلوچستان د کيچ ضلعېپه تومپ کلي کې خاورو ته وسپارل شو.


د کریمې بلوڅې د جنازې خبره له هغه وروسته په رسنیو کې لا خپره شوه چې حکومت د هغې له کلي پرته بل هیڅ یوه چا ته پکې د ګډون اجازه ورنکړه.

۳۷ کلنه کريمه بلوڅه د ۲۰۲۰م کال د دیسمبر په ۲۰مه د کینېډا په ټورنټو کې لادرکه شوې وه او يوه ورځ وروسته یې مړی موندل شوی وو.

د اسد خان اڅکزي برمته کېدل او وژنه

د بلوچستان لپاره بله بده پېښه هغه وه چې د فرورۍ میاشتې پر ۲۷مه د عوامي نیشنل ګوند د صویايي ویاند اسد خان اڅکزي مړی ومیندل شو.

نوموړی د ۲۰۲۰ز کال په سېپټېمبر مياشت کې له کچلاغ سره نيږدې تښتول شوی و.

د اسد خان اڅکزي د وژنې پرضد د فبرورۍ پر ۲۸مه د کوټې په ګډون په چمن، ږوب، پښین، لورالايي، دکۍ، کلاسیف الله او نورو زیاتره پښتون مېشتو ښارونو کې کاربندیز او احتجاج شوی وو.

د عثمان کاکړ مرګ او احتجاجونه

تر هغه وروسته په بلوچستان کې بله ټکان ورکوونکې پېښه هغه وه چې کله د جون میاشتې پر ۱۷مه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي مشر او پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ د ټپي کېدو خبر خپور شو.

د ګوند مشرانو لومړی وویل چې نوموړی په کوټه کې په خپل کور کې تپي شوی دی خو له ډاکټرانو سره تر لیدو او معاینې وروسته یې په ډاګه کړه چې هغه پر سر وهل شوی دی.

عثمان خان کاکړ له کوټې د کراچۍ اغا خان روغتون ته یوړل شو خو هغه د جون پر ۲۱مه سا ورکړه.


د پوځي اسټبلشمنټ پرضد د توند دریځ له کبله مشهور عثمان کاکړ په جنازه کې ولس په دومره پراخ شمېر ګډون وکړ چې د سیاسي مشرانو په وینا د صوبې په تاریخ کې یې ساری نه وو.

پښتونخوا ملي عوامي عوامي ګوند او د هغه کورنۍ دواړو تور د پاکستان پر جاسوسي ادارو ای ایس ای او ایم پورې کړ خو حکومت دا تورونه رد کړل.

د عثمان خان کاکړ مشر زوی او سیاسي ځای ناستی خوشال خان کاکړ د پلار د مړینې اغېز داسې بیانوي

ده وویل، "داسې ورځ نشته چې دی به په کور کې یاد شوی نه وي، دی به په شپږ میاشتو کې یو ځل کله کور ته راغلی او ټول کور به خوشاله وو چې له لالا سره به کښېنو او خبرې به وکړو خو اوس چې یو مېلمه راشي یا بله داسې پېښه وي‌ نو د لالا غم بیرته تازه شي."

د سیاسي چارو پوه رفیع الله کاکړ وايي، د عثمان خان کاکړ مړینه د ولس او ګوند دواړو لپاره یو لوی زیان وو.

نوموړي زیاته کړه، "د عثمان کاکړ د مړینې دوه تاوانه وو، یو خو هغه په داسې وخت کې یو ډېر زړور او کلک غږ وو چې اسټبلشمنټ سیاسی ګوندونه او رسنۍ تر ډېره حده خاموشه کړې دي خو ده به بیا هم سپینې سپینې خبرې کولې او بل د هغه مړینې په خپله د ګوند لپاره یو داسې تشه رامنځ ته کړې ده چې ډکول به یې ډېر وخت اخلي."

د عثمان خان کاکړ مړی د هغه په پلارنۍ سیمه مسلم باغ کې د جون پر ۲۳مه خاورو ته وسپارل شو.

د عبیدالله کاسي مرګ او احتجاج

د عثمان کاکړ تر مړینه لږ وروسته یانې د جون پر ۲۶مه د عوامي نشنل ګوند مخکښ عبیدالله کاسی نامعلومه کسانو له کچلاغه وتښتاوی او بیا یې د اګست پر پینځمه په پښین کې مړی وموندل وو.

که څه هم د نوموړي د تښتونې ذمه واري چا نه وه منلې خو حکومت وروسته ادعا وکړه چې د ده په مرګ کې ککړ پنځه تنه یې وژلي دی.

د حکومت بدلېدل

په بلوچستان کې بله مهمه سیاسي پېښه دا وه چې د بلوچستان عوامي ګوند خپلو یو شمېر غړو د حکومت مخالف ګوندونو په مرسته پر وزیراعلا جام کمال فشار راوست چې له دندې ګوښه شي.

نوموړي د اکتوبر پر ۲۴مه تر هغه یوه ورځ وړاندې له دندې استعفا وکړه چې په سبا به په اسمبلۍ کې پر هغه د بې باورۍ په اړه قرارداد وړاندې کېدی.

د بلوچستان پر حالاتو نظر لرونکی شوکت علي‌ ترین وايي، نه د وزیراعلا جام کمال رویه سمه وه او نه هم په پاکستان جمهوري تحریک کې شامل ګوندونو د جمهوریت له نظره یو ښه مثال قایم کړ.

ده وویل، "د جام کمال رویه هم غیر جمهوري وه چې د حکومت مخالف ګوندونو استازو پر ځای به یې د هغوی په سیمو کې غیر منتخب خلکو ته فنډونه ورکول او بل پلو د جمهوریت لپاره مبارزه کوونکي پاکستان جمهوري تحریک هم د هغه لرې کولو لپاره د هغو خلکو مرسته وکړه چې د دوی په وینا په خپله د درغلیو له لارې راغلي وو."

د "حق دو" په نامه تحریک

په بلوچستان کې ښايي د ۲۰۲۱م کال تر ټولو لویه سیاسي پېښه په نومبر او ډېسمبر کې په بلوڅ مېشتي‌ ساحلي ښار ګوادر کې ( د حق دو) په نامه تر سره شوی هغه پرلت وي چې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون په لسګونه زره خلک په کې شریک وو.


دوی له حکومته ۱۹ غوښتنې درلودې خو تر ټولو مهمې پکې له ګوادر سره څېرمه په عرب سمندرګي کې په لويو لويو ټرالرانو کې د کبانو د نيولو مخنیوی، په ښار کې امنيتي پوستې ختمول او پر ايراني سرحد ځايي خلکو ته د تجارت اجازه ورکول شامل وو.

دا پرلت د ډېسمبر پر ۱۶مه له هغه وروسته پای ته ورسول شو چې وفاقي او صوبايي حکومتونو یې په شریکه غوښتنې ومنلې.

XS
SM
MD
LG