د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان له ملي سرود او بیرغ سره د طالبانو چلند


ارشیف، یو شمېر افغان نجونې زده‌کوونکې د افغانستان ملي بیرغ ترڅنګ ولاړې او ملي سرود وايي
ارشیف، یو شمېر افغان نجونې زده‌کوونکې د افغانستان ملي بیرغ ترڅنګ ولاړې او ملي سرود وايي

دا وطن افغانستان دی، دا عزت د هر افغان دی

کور دې سولې، کور دې تورې، هر بچی یې قهرمان دی ...

د افغانستان هغه ملي سرود چې هر افغان‌ یې له اورېدو سره اشنا دی. بیت بیت‌ یې ورته یاد دی. دا سرود د هر هغه شخص چې د درې رنګه ملي بیرغ تر سیوري لاندې یې ژوند کړی، له هویت سره تړلی دی.

ملي سرود او ملي بیرغ د یوه نظام له مهمو نښو او په نړیواله کچه د یوه هېواد د پېژندنې مهم فکټورونه دي.

افغانستان د طالبانو له لومړي ځل واکمنۍ وروسته، هغه دوره چې هر ډول موسیقي اورېدل پکې حرام و، ان ملي سرود هم، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال بیا ځلې د ملي سرود خاوند شو.

د دې سرود شعر د عبدالباري جهاني دی او ببرک ویسا جوړ کړی او په ۲۰۰۶ کال کې د عبدالوهاب مددي، صادق فطرت (ناشناس)، پیکر افسانه، حسین ارمان، مشعل ارمان، شهنا او څو نورو هنرمندانو له‌خوا د جرمني په برلین کې ثبت شو.

تېرو ۲۰ کلونو کې همدا سرود د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ ترڅنګ، د نړۍ د هېوادونو په منځ کې د افغانستان د هویت په توګه پېژندل شوی.​

افغانې نجونې ملي سرود وایي
افغانې نجونې ملي سرود وایي

ملي سرود او وطني ترانې چې د یوه واحد ملت غږونه دي، خو اوس‌مهال د افغانستان د خلکو په استازولۍ په ډېرو نړیوالو غونډو کې نه‌اورېدل کېږي.

افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو له واکمنېدو وروسته، نږدې درې میاشتې کېږي چې دا هېواد له دې دوو مهمو نښو بې‌برخې دی، په کور دننه او بهر په هېڅ ډیپلوماتیکه ناسته کې نه د افغانستان ملي سرود غږول شوی او نه هم د افغانستان بیرغ ایښودل شوی.

اوس دا ډله د حکومتوالۍ له نوي ډول سره د اشنايۍ خبره هم کوي، خو بیا هم د ملي سرود هېڅ ازانګا نه‌شته.

د هنر او موسیقۍ په برخه کې لیکوال فرزاد فرنود وايي، طالبان پر موسیقۍ هېڅ باور نه‌لري او اجازه به ورنه‌کړي چې یو له موسیقۍ سره مل ملي سرود یې د نظام استازولي وکړي.

د هغه په خبره، بل ملي سرود به هم جوړ نه‌شي چې د یوه ملت او یوه هېواد غږ وي.

فرنود وایي: "یوه تشه جوړوي او هغه دا چې نړۍ ګوري چې طالبان پر یوه پرمختللي ملت او دولت چې د نورو هېوادونو سره سیال وي، باور نه‌لري. هغه هېواد چې ملي سرود ونه‌لري، یو شا ته پاتې هېواد دی او هېڅ یو نړیوال نښان نه‌لري. هغه وخت د دوی حکومت په رسمیت پېژندل کېږي چې ټول ارزښتونه ولري، مګر که ملي سرود ونه‌لري، په رسمیت به ونه‌پېژندل شي، ځکه ملي هویت نه‌لري."

په کابل کې یو کس د افغانستان ملي بیرغ او د طالبانو بیرغونه پلوري
په کابل کې یو کس د افغانستان ملي بیرغ او د طالبانو بیرغونه پلوري

افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې له ډېرو لوړو ژورو تېر شوی، کېدای شي خلک‌یې د بل هر هېواد زیات د نظامونو او حکومتونو د سقوط شاهدان وي، داسې حکومتونه چې بیرغ‌یې بېل، سرود یې بېل او نښان‌یې بېل.

  • خو اوس طالبان چې لا یې نظام په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی او په ملي سرود هم باور نه‌لري، نړۍ به ورسره څه ډول چلند وکړي؟

د نړیوالو اړیکو پوه عبدالغني خسرو وايي، یو هېواد هغه مهال د یوه باثباته دولت لرونکي په توګه پېژندل کېږي چې خپل ډیپلوماتیک عناصر له دې ډلې ملي سرود او ملي بیرغ ولري.

خسرو وایي: "تر هغه چې طالبان اساسي قانون ونه‌لري او په هغې کې ملي بیرغ او ملي سرود نه‌وي، نړۍ به دا هېواد د جمهوریت د دورې د ملي سرود او ملي بیرغ سره پېژني او طالبان باید د نړیوالې پېژندنې لپاره هر څه ژر د دې دوو برخو لپاره وکړي."

له ډېرو هڅو سره سره ونه‌توانېدو د افغانستان د ملي بیرغ او ملي سرود په اړه د طالبانو دریځ واخلو او د دوی یو ویاند بلال کریمي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو طالبانو په خپلې لومړي ځل واکمنۍ کې له موسیقۍ پرته یو شمېر ترانې د ملي سرود په توګه خپرولې.

د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال د دوی یو شمېر وسله‌وال کسان
د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال د دوی یو شمېر وسله‌وال کسان

معلومه نه‌ده چې دا ترانې د چا دي، خو طالبان اوس‌ هم د دې ډول بې‌‌موسیقۍ ترانو سره د خلکو په منځ کې پېژندل کېږي.

د افغانستان لومړی ملي سرود د امان‌الله خان د پاچاهۍ پر مهال او د خپلواکۍ له اخیستو وروسته په ۱۹۱۹ کال کې جوړ شو.

له هغه وخت تر نننه، د هر نظام په راتلو سره، ملي بیرغ او ملي سرود بدل شوی.

خو په ۱۹۲۹ کال کې هغه مهال چې حبیب‌الله کلکاني واکمن و، لکه د نن په څېر ملي سرود نه‌و.

په ۱۹۳۳ کال کې د محمد نادر خان د سلطنت پر مهال عسکري مارش جوړ شو چې د ملي سرود په توګه غږول کېده.

له ۱۹۳۳ تر ۱۹۷۳مو کلونو د محمد ظاهر شاه په واکمنۍ کې له شعر پرته د سلام شاهي په نوم نغمه جوړه شوه چې د ملي سرود په توګه ترې ګټه اخیستل کېده.

خو د سردار محمد داوود خان د جمهوري نظام په پیل سره، په واقعي معنی له شعر سره یوځای ملي سرود وغږول شو.

په ۱۳۵۷ کال کې د غويي د اوومې له کودتا وروسته، ملي سرود بدل شو، د دې زمان ملي سرود سلیمان لایق لیکلی و.

په ۱۳۵۷ کال کې د غويي د اوومې له کودتا وروسته د ملي سرود لیکونکی سلیمان لایق
په ۱۳۵۷ کال کې د غويي د اوومې له کودتا وروسته د ملي سرود لیکونکی سلیمان لایق

خو په ۱۹۹۱ز کال کې واک ته د مجاهدینو په رسېدو سره، ملي سرود په فارسي-دري ژبه وویل شو.

اوس به ولیدل شي چې د افغانستان نوی هویت په څه ډول ښودل کېږي.

خو سره له دې چې طالبان واکمن دي او په کور دننه‌یې په رسمي او غیر رسمي ادارو کې د افغانستان بیرغ هم بدل کړی او ملي سرود هم نه‌خپروي، خو د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام پر مهال په ټولو سیالیو کې د افغانستان د ملي سرود د غږولو پر مهال د دغه هېواد درې رنګه لوی ملي بیرغ لوبغالي ته راوړل شوی او دغه شان نندارچیانو هم همدا بیرغ له ځانه سره درلود.

XS
SM
MD
LG