د اکتوبر پر پینځمه د استادانو نړيوالې ورځې په مناسبت د خیبر پښتونخوا په ګډون په نور پاکستان کې ښوونکي وايي چې له وړاندې کمې تنخا ته په مياشتو مياشتو انتظار باسي او ګڼ نور بیا له سرکاره د خپلو نوکريو پخولو (مستقلولو) غوښتنه کوي. استادان د تنخاګانو زیاتولو غوښتنه هم کوي.
د مومندو په صفت ګړۍ کې د کميونټي سکول استاده رابعه شاه نواز وايي چې هر کال د اکتوبر پر پينځمه يې د حقونو خبرې کېږي، ډېرې وعدې هم ورسره وشي خو تر اوسه ورته خپل جايز حقوق ورنکړل شول.
نوموړې وايي "شپږ کاله وړاندې چې کميونټي سکول کې استاده شوه نو تنخا يې ۸،۰۰۰ روپۍ وه او دا چې تر اوسه پکې څه اضافه نه ده شوې بلکه په مياشتو ورته تنخوا هم نه ملاوېږي."
د رابعې په وينا که حکومت ورله تنخاګانې زياتې کړي او هره مياشت يې ورکړي نو ډېرې ستونزې به یې هوارې شي.
په پاکستان کې دا وخت۱۲۰۰۰ کمیونټي سکولونه فعاله دي چې په خيبرپښتونخوا کې يې شمير تر ۱،۰۰۰ پورې دې چې پکې ۱،۸۰۰ پورې استادان دي او ۷۰،۰۰۰ پورې ماشومان پکې سبق وايي.
په ۱۹۶۶ز کال کې د ملګرو ملتونو تعليم، ساينس او کلتور سازمان (يونيسکو)، د کارګرو نړيوال سازمان (ای اېل او) په سپارښتنه د اکتوبر پينځمه د استادانو نړيوالې ورځې په توګه لمانځلو پرېکړه وکړه چې مقصد يې ښوونکو ته خپل جايز حقونه ورکول دي.
خو يواځې د کميونټي سکولونو استادان شکاېتونه نه کوي بلکه په خېبرپښتونخوا کې د زیارکښانو ماشومانو لپاره جوړ شوي د ورکنګ فاکس ګرایمر په نوم د سکولونو استادان هم له تېرې اوونۍ د خپلو نوکریو د ممکنه ختمولو پرضد په احتجاج دي.
دغه سکولونه چې تر۵۰۰۰ پورې استادان او نور کارکوونکي لري، يو استاد مسعود خان يې مشال راډیو ته وویل چې ۱۲ کاله وړاندې دوی په عارضي توګه ګومارل شوي ول خو له دومره مودې وروسته هم یې نوکرۍ د مستقلولو پرځای د ختمولو خبرې کېږي.
نوموړی وايي "استاد ته د ههغه جایز مقام په ورکولو سره دې د خيبرپښتونخوا حکومت د دوی نوکرۍ مستقلې کړي چې موږ خپله ټوله توجو د تعليم طرف ته راواړوو. دا نه چې هر دوه درې کاله پس دې موږ د نوکرۍ ختمولو يا نه مستقلولو او يا تنخاګانې نه ورکولو په وجه په ذهني توګه متاثره کوي. که استاد په ذهني توګه مطمين وي نو هغه به زده کونکي ته څنګه په ښه شان تعليم ورکړي."
د دې استادانو د نوکرۍ مستقلولو او پر وخت تنخاګانې نه ملاوېدو په اړه مشال راډيو د خيبرپښتونخوا د تعليم وزير شهرام خان ترکي سره د اکتوبر په لومړيو ورځو کې په بېلا بېلو وختونو د تماس نيولو هڅه وکړه خو نوموړي زموږ اړيکه ځواب نکړه.
په خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د ابتدايي او ثانوي تعليم قايمه کمېټۍ مشر او د حکمران ګوند پاکستان تحريک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړی پښتون يار خان وايي، حکومت يې کال په کال د استادانو په تنخاګانو کې اضافه کوي او چې کومو ته پر وخت تنخاګانې نه ملاوېږي نو پر دې به د قايمه کمېټۍ په غونډه کې خبره کوي چې دا ستونزه يې هواره کړي خو ترڅو چې د نوکريو د مستقلولو خبره ده نو حکومت يې د مېریټ په بنياد پرېکړه کوي.
ښوونکي د مراعاتو په اړه څه وايي؟
ايا ښوونکو ته هم هغه ټول مراعات حاصل دي کوم چې د نورو محکمو چارواکو ته ورکول کېږي؟
د مومندو د يکه غونډ های سکول استاد جنګرېز خان وايي چې د ۱۶م ګرېډ افسر دی خو هغه مراعات نه ورکول کېږي چې د پوليس، صحت او يا د نورو محکمو ۱۰ ګرېډ افسرانو ته حاصل دي.
نوموړی وايي "موږ ته بنيادي سهولتونه لکه د اوبو، دفتر، بجلي، تشناب، سفري اسانتياوې او داسې نور نه دي حاصل. خو د پوليس يو ۱۲ ګريډ افسر ته دا هر څه ورکول کېږي. زموږ تنخاګانې هم له دوی نه کمې دي نو استاد ته هغه شان مراعات او اهميت نه ورکول کېږي، چې پکار وي."
د خيبر پښتونخوا د ابتدايي او ثانوي تعليم څانګه وايي، په صوبه کې يې د کارمندانو شمېر شاو خوا ۱۷۰،۰۰۰ دی چې پکې ۱۱۹،۰۰۰ استادان دي.
پښتون يار خان وايي چې له کالجونو او پوهنتونو علاوه صرف په ابتدايي او ثانوي تعليمي ادارو کې د استادانو شمېر ډېر زيات دې او حکومت سره دومره وسايل نشته چې ټولو ته مراعات ورکړي.
"د پوځ وروسته په پاکستان کې استادان په زيات شمير کې دي، که حکومت دوی ته هم لکه د نورو محکمو د افسرانو پشان مراعات ورکول شورو کړي نو د بجټ يوه لويه برخه به صرف په مراعاتو کې ولاړه شي او پرمختيايي کارونو لپاره به هېڅ پاتې نه وي."
د يوې غېرسرکاريي ادارې (پاکستان الاینس فار مېتس اينډ ساینس) د څېړنې ترمخه چې په خيبر پښتونخوا کې دا مهال په لکونو ماشومان له سکولونو بهر دي. پر دې سربېره، صوبايي حکومت د ۱۶،۰۰۰ استادانو د کمي له ستونزې سره هم مخاخ دی.
د تعليمي چارو پوه او د بلوچستان د درسي کتابونو د څانګې پخوانی مشر پروفيسر منير احمد کاکړ وايي، يو ملک ترهغه وخته ترقي نشي کولی چې هر وګړی يې تعليم ته لاسرسې ونه لري نو ضروري ده چې د سکولونو جوړولو سره د ښوونکو د مراعاتو او مفاداتو خيال دې هم وساتلای شي.
نوموړی وايي "د علم بنياد پر درېوو ستنو ولاړی دی، يو استاد، بل شاګرد او درېيم نصاب او په دې درېوو کې بيا د استاد کردار ترټولو زيات مهم دی. حکومت د بجټ دوه فيصده هم د تعليم لپاره نه بېلوي چې له وجې یې د تعليم معيار له خرابيدو سره سره استاد هم له سختو مشکلاتو سره مخ وي. که حکومت غواړي چې دا ملک ترقي وکړي نو ورته به د تعليم عام کولو سره استاد ته مراعات هم ورکول وي."
د منير کاکړ په خبره، د نړيوالې ورځې لمانځنې مقصد د استادانو درناوی کول او هغوي ته ورپيښو مشکلاتو حل راويستل وي. پاکستان کې پر دې ورځ د ښوونکو سره ډېرې ژمنې وشي خو له بده مرغه عمل نه ورباندې کېږي.