په جنوبي وزیرستان کې په درو جلا، جلا امنیتي پېښو کې یو سرتېری وژل شوی او نهه ژوبل دي.
د سیمې د پولیسو مشر شوکت علي مشال راډیو ته وویل چې د جولای پر ۱۸مه سهار شاوخوا اووه بجې د لدا تحصیل په بورکۍ کې د پوځ او وسله والو ترمنځ په نښته کې یو سرتېری ووژل شو او څلور ژوبل شول.
د ده په خبره، بل پلو هم نن د ضلعې په بروند سیمه کې د سړک پر غاړه په بمي چاودنه کې دوه سرتېري ژوبل شول چې پکې د یوه روغتیايي حالت خراب دی.
شوکت علي وویل، تر دې مخکې تېر ماخوستن امنیتي سرتېرو په شوال کې د وسله والو پر یوه پټنځي چاپه ووهله چې د ده په وینا، ورباندې وسله والو ډزې وکړې او نښته پیل شوه.
دی زیاتوي چې په نښته کې درې سرتېري برسېرن ټپیان شوي دي. د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني د درېواړو حملو ذمه واري منلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په جنوبي وزیرستان کې امنیتي حالت خراب شوی دی.
د جولای پر اتمه په واڼه او تیارزه سیمو کې په دوو جلا، جلا هدفي بریدونو کې یو سوداګر او یو ټېکه دار ووژل شول.
تر دې مخکې وسله والو د جون پر ۲۹مه په تیارزه کې پر پوسته برید وکړ چې پکې درې اېف سي سرتېري ووژل شو او درې ژوبل شول.
تحریک طالبان پاکستان پر پوستې د حملې ذمه واري منلې وه.
په جنوبي وزیرستان او شمالي وزیرستان کې د پاکستان د حکومتي او پوځي مشرتابه له خوا په پوځي عملیاتو کې د کامیابیو پر ادعا سر بېره هدفي وژنې او د بدامنۍ پېښې دوام لري.
په دې پېښو کې زیاتره وخت ځايي قبایلي ، سیاسي مشران، فعالان او امنیتي عسکر هم په نښه کېږي.
پښتون ژغورنې غورځنګ د دې پېښو پرضد په وار وار احتجاجونه کړي او د سیمې پارلماني استازیو په پارلمان کې پر حکومت غږ کړی چې هلته د بدامنیو مخه ونیسي.
حکومت وايي، د پخوا پرتله یې په دواړو سرحدي قبایلي ضلعو کې حالات ښه کړي دي او د لا امنیت لپاره پوره پوره هڅه کوي.