د پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل مشر ډاکټر قبله اياز وايي، د هېواد د ولسمشر په غوښتنه د کونسل د غړيو عالمانو په همکارۍ يې د جماتونو د ملا امامانو او خطيبانو لپاره د ۱۰۰ موضوعاتو يو فهرست جوړ کړی دی چې هغوی پرې د جمعې په خطبو کې خلکو ته خبرې وکړي.
نوموړي د مې پر ۲۵مه له مشال راډيو سره په خبرو کې له دې موضوعاتو يوشمېر په ګوته کړل او زياته يې کړه چې له ديني عالمانو سره په ملاقاتونو کې به هغوی د حکومت دې پلان عملي کولو ته هڅوي.
''مثلاً د ښځې او خاوند تعلق، د هغوی له خپلو بچيو سره تعلق، په کلي او چم ګاونډ کې د خلکو له يوه بل سره برخورد، د استاد او شاګرد ترمینځ رشته، د حکومت او وګړو ذمه وارۍ، د دې هرڅه په اړه د قران او سيرت په رڼا کې خلکو ته بايد معلومات ورکړل شي. دا او دې ته ورته يوشمېر نور موضوعات مو راټول کړي دي، خو يوه خبره بايد واضح کړم چې د ملا امامانو لخوا يوازې د همدې موضوعاتو بيانول به اجباري نه بلکې اختياري وي. البته له علماو سره به په رابطه کې يو او هغوی به هڅوو چې د دې حکومتي پلان په عملي کولو کې مرسته وکړي."
پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل يوه ايينې اداره ده چې د پخواني پوځي امر ايوب خان د حکومت په دوره کې په ۱۹۶۲ز کال کې جوړه شوې وه.
د ادارې کار حکومت او پارليمان ته پر اسلامي مسايلو قانوني مشورې ورکول دي.
په سوات کې د مېنګورې مرکزي جمات پخوانی خطيب او ديني عالم مولانا صادق احمد د حکومت لخوا د جمعې د خطبو لپاره د موضوعاتو ټاکل يو ښه کار بولي خو زياتوي چې د دې لپاره چې د جمات منبر د ديني او سياسي مخالفينو د سپکولو لپاره و نه کارول شي، حکومت بايد د ملا امامانو او خطيبانو د ټاکلو چارې هم له نيږدې وڅاري.
''دا خبرې ضروري دي او حکومت بايد ډېر مخکې کار ورباندې کړی وای. د مسجدونو خطيبان مو بايد عالمان کسان وي او حکومت يې بايد په شا ولاړ ووسي. حکومت د پراېمري سکول د يوه استاد ټاکنه کوي، خو د يوه مسجد ملا امام، چې د يوې علاقې خلکو ته دين او اخلاق ورزده کوي، د انتخاب له چارو سره بيا غرض نه لري. ښکاره ده چې پر منبر داسې يو څوک کښېنستای شي چې د يوه مخصوص کس يا ډلې د ګتو لپاره کار وکړي. د جمات کردار په ټولنه کې مثبت بدلون راوړل دي. نن زما له مسجده فرقه واريت خپرېږي، د کرکې او تکفير شعارونه ترې اوچتېږي، دا خو زما د مسجد کردار نه دی.''
د اسلامي نظرياتي کونسل پر ووبپاڼه د ورکړل شويو معلوماتو ترمخه، دا اداره له ۲۰۰۷ز کال راهيسې د “اجتهاد” په نوم په اردو ژبه يوه مجله هم خپروي، چې له اسلامي شريعت سره پر تړليو بېلا بېلو موضوعاتو بحث پکې کېږي.
په پېښور پوهنتون کې د پښتو ژبې استاد او ليکوال نورالامين يوسفزی وايي، د رياست ذمه واري ده چې د جديد ژوند د مسايلو په اړه د منليو ديني عالمانو او مجتهدينو نظرونه د هېواد وګړو ته ورسوي.
د يوسفزي په وينا، د جمات له منبره د ټولنيز ژوند او انساني رويو ترڅنګ بايد پر ادبي او فرهنګي مسايلو هم خبرې وشي.
''د ابادۍ سېواوالی، د هوا خيرنوالی، انتها پسندي، د يو انسان يا يو مسلمان ټولنيز کردار، د هغه د ژبې او د قام مساله، موږ اکثر وايو چې پر دې موضوعاتو د جومات له منبره خبره کول پکار دي او پخوا به کېدله. تر هغې چې رياست په دې اړه حساسه شوی نه وي او دا مساله يې جدي نه وي اخيستې، د هر چا خپله خوښه ده چې له منبره يې هر څه وويل. پکار ده چې د جمعې په خطبه کې پر سياست، ادب، سماجي رويو، پر هنر او شعر و ادب، پر دې هر څه خبرې وشي. د قران پاک ځينې اجمالي اياتونه دي چې بايد اجتهاد ورباندې وشي، او دا کار زموږ د ديني عالمانو او مجتهدينو دی. اسلامي نظرياتي کونسل بايد پر دې خبرو د بحث لپاره هر کال يو اجلاس وکړي او هم د خپلو پلانونو عملي کولو لپاره يوه کړنلاره ولري.''
نورالامين يوسفزي زياته کړه چې که ملا امامان د جمعې په خطبو کې زيات تمرکز د اسلام د پيغمبر د سيرت د مهمو ټکو پر بيانولو وکړي چې هغه مينه، ګداز، د انسانيت او د بل د مذهب احترام دی، نو له ديني اختلافاتو سره سره به د خلکو ډېری ټولنيزې مسالې هم حل شي.