یو شمیر هوايي شرکتونو د بېلا روس په حدودو کې وروسته له هغې خپل پروازونه ځنډولي چې دې هېواد د مسافر وړونکې يوې الوتکې لاره بدله کړه او په الوتکه کې ناست یو حکومت مخالفه خبریال یې ونیولی.
اییر فرانس، فېن اییر او سینګا پور اییر لاینز د مې پر ۲۵مه پر بېلا روس بره تېرېدونکې پروازونه وځنډول. دا له هغه یوه ورځ وروسته ده چې د اروپايي ټولنې مشرانو په ټولنه کې د شاملو هېوادونو د هوابازۍ پر ادارې غږ وکړ چې د بیلا روس فضايي حدود دې نه کاروي او د دې هېواد د هوايي شرکتونو په الوتکو دې د اروپايي فضايي حدودو او هوايي ډګرونه استعمالولو بندېز ولګوي.
بېلا روس د مې پر ۲۳ مه د اروپاييې ټولنې هېوادونو یونان او لېتوانیا ترمنځ پرواز کوونکې د راین هوايي شرکت الوتکه په سرښار مېنسک کې کوزه کړه او پکې ناست د بېلا روس فعال او خبریال رمان پراتسېویچ او د هغه ملګرې یې ګرفتار کړل.
د غربي هېوادونو مشرانو د بېلا روس دا اقدام د یو ریاست لخوا د الوتکې تښتول بللي دي.
د امريکايی ولسمشر غبرګون
د امریکا ولسمشر جوبایډن د بیلا روس لخوا مسافر وړونکې الوتکې لارې بدلول او د حکومت مخالفه خبریال نیول يې غندلي او دا یې پارونکی اقدام بللی دی. نوموړي ويلي چې د خپلو اروپايي اتحادیانو سره په همکارۍ به دې پېښې ته جواب ووايي.
ولسمشر بایډن په یو بیان کې د اروپايي ټولنې لخوا د بېلا روس پرضد د هدفي اقتصادي بندیزونو او نورو اقداماتو د خبر هر کلی کړی دی. هغه ويلي چې د خپل دفتر له کارکوونکیو یې غوښتي چې د بېلا روس په اقدام کې شامل ذمه وارو کسانو خلاف دې د اروپايي ټولنې، نورو اتحادیانو او نړیوالو تنظیمونو سره په نزدې همکارۍ کولو سره د مناسبو اقداماتو لپاره دې پر لارو چارو کار وکړي.