د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د سبزۍ کرل زیات شوي


چارواکي وايي، سږکال به په ننګرهار کې د پروسږکال په نسبت ۱۵ سلنه زیاته سبزي تولید شي.
چارواکي وايي، سږکال به په ننګرهار کې د پروسږکال په نسبت ۱۵ سلنه زیاته سبزي تولید شي.

د افغانستان د ننګرهار د کرنې څانګې مسوولین وايي، سږکال په دې ولایت کې پام وړ سبزي کرل شوې چې د پروسږکال په نسبت به يې په حاصلاتو کې پينځلس سلنه زیاتوالی راشي او پر کابل سربېره به يو شمېر نورو ولایتونو ته هم ولېږودل شي.

په تېرو کلونو کې به د ننګرهار په هغو ولسواليو کې سزی کرل کېده چې ډېرې اوبه یې لرلې، خو په دې وروستيو کلونو کې چې په اکثرو ولسواليو کې د مرستندویه نړیوالو موسسو په مرسته کاناليزسیون او د اوبه خور سستمونه تر یوه حده جوړ شوی، نو په اکثرو ولسواليو کې کروندګرو پر خپلو خمکو سبزیجات کرلې دي.

د ننګرهار د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ رييس انعام الله ساپی وايي چې سږکال به په ننګرهار کې د پروسږکال په نسبت ۱۵ سلنه زیاته سبزي تولید شي چې پر دې ولایت کې د ګټې اخیستنې تر څنګ به يو شمېر نورو ولایتونو ته هم ولېږدول شي.

نوموړی وړاندې وايي:" سره له دې چې سږکال په ننګرهار کې د سبزيجاتو کښتونه له ډول ډول امراضو او موسمي افتونو سره مخ وول، خو دا چې په اکثرو ولسواليو کې سبزیجات کرل شوي، نو د تېر کال په نسبت يې په تولیداتو کې هم زیاتوالی راغلی دی."

د ننګرهار ګروندګر هم په سږني کال کې د سبزیجاتو له حاصلاتو خوښ دي خو په مارکېټ کې له کمو نرخونو شکایت کوي، دوی وايي چې د ننګرهار سبزي پر یوه مخ سره پخېږي او د ساتلو لپاره ورته سړې خونې نه دې جوړې شوي، نو ځکه يې عاید کم لاسته راځي.

سره له دې چې سږکال په ننګرهار کې د سبزيجاتو کښتونه له ډول ډول امراضو او موسمي افتونو سره مخ وول، خو دا چې په اکثرو ولسواليو کې سبزیجات کرل شوي
سره له دې چې سږکال په ننګرهار کې د سبزيجاتو کښتونه له ډول ډول امراضو او موسمي افتونو سره مخ وول، خو دا چې په اکثرو ولسواليو کې سبزیجات کرل شوي

یو تن کروند ګر عبدالله وايي:" زموږ بدبختي خو دلته ده چې سبزی مو ورسېږي، ورسره په بازار کې نرخونه راولوېږي. دا کرم يو پاکټ په لس افغانيو خرڅوو، په پينځه افغانیو ورته پلاستیک اخلو، دا په څومره مشکلاتو حاصل ته رسېږي او ګټه يې بیا د نیشت برابره وي. حکومت ته په کار دي چې موږ ته سړې خونې جوړې کړي چې د څه وخت لپاره په کې خپله ترکاري وساتو."

د ننګرهار د کرنې ادارې په همکارۍ په یو شمېر ولسواليو کې د کمو ځمکو لرونکو کروندګرو ته ګرین هاوسونه ( شنې خونې) جوړې شوي چې له یوې خونې په کال کې څلور فصله حاصل تر لاسه کوي.
د ننګرهار کروندګر د کرنې څانګې له مسوولینو غواړي چې شنې خونې ورته جوړې کړي.

د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکي زرمحمد وايي:" له تېرو څو کلونو راهیسې زموږ په سيمه کې د کرنې ادارې خلکو ته شنې خونې جوړې کړي چې په یوه کال کې ترې څلور فصله حاصل اخلي. زه ټوله دوه جریبه ځمکه لرم، خو يوه شنه خونه چې په پینځه بیسوو کې جوړه شوي وي، زما د دوه جریبو نه زیات او ښه حاصل ورکوي. ما څو وارې د کرنې ریاست ته عریضه وکړه چې ما ته هم شنې خونې جوړې کړي خو راته وايي چې د دې ولسوالۍ سهم ختم شوی دی."

خو د کرنې څانګې مشر انعام الله ساپی وايي، دوی هڅه کوي چې د کرنیز سکټور د لا پیاوړتیا لپاره له نورو مسوولو ادارو سره په شریکه د کروندګرو د ستونزو د حل لپاره کار وکړي او هغوی ته اسانیتاوې برابرې کړي.

نوموړی وړاندې وايي:" اوس موږ کروندګرو سره په دې کار کوو چې هغوی د مارکېټ له تقاضا سره سم کر وکړي. خو دا یوازې د کرنې وزارت کار نه دی. لکه د سوداګرۍ او ترانسپورټ وزارتونه ورسره لاس ورکړي چې کرنېز سکتور ته وده ورکړو. شني خونې خو په ډېرو ولسوالیو کې کروندګرو ته جوړې شوي خو د سړو خونې کمی شته. وزارت ته مو په بېلابېلو ولسواليو کې د سبزیجاتو د ساتلو لپاره د سړو خونو د جوړېدو وړاندیز کړی او تمعه ده چې ومنل شي او د کروندګرو ستونزې راکمې شي."

انعام الله ساپی زیاتوي چې د کانال وادي کرنیز شرکت تر چتر لاندې هم ۶۰ بابه شنې خونې جوړې شوي چې رومي، بادرنګ، ټینډۍ، مرچک او نوره ترکاري په کې کرل کېږي چې هر کال ترې ۱۸ ميلیونه افغانۍ عاید تر لاسه کېږي.

XS
SM
MD
LG