په شمالي وزیرستان کې د تښتول شویو کسانو کورنۍ له حکومته غوښتي چې د هغوی د خوشې کولو هڅې دې وکړي.
د فبرورۍ پر ۲۱مه وسله والو له شوې څخه شپږ کسان وتښتول چې په هغوی کې یې درې د یوې کورنۍ غړي ول.
د میرلي د خدي کلي اوسېدونکي کمال شاه تېر ماښام مشال راډیو ته وویل چې شهنشاه داوړ یې ورور او همایون داوړ او وکیل عتیق الله داوړ یې د تره زامن دي چې تر اوسه یې هېڅ پته و نه لګېده.
نوموړی وايي، تر اوسه ورته د سرکار لخوا هېڅ مثبته خبره نه ده شوې، تش نن او سبا راته کوي. خو لاهم مو هم د خپلوانو هېڅ پته نه لګېږي. د روژې میاشت ده، ښځې او ماشومان مو په تکلیف کې دي.
په نورو اغوا شویو کې یې یو په میرامشا کې د روغتیا ادارې کارکوونکی، یو یې د اېبټ اباد او بل یې د میاوالۍ دی.
د شمالي وزیرستان انتظامي مشر شاهد علي خان مشال راډیو ته وویل چې پولیس او چارواکي خپلو هڅو ته دوام ورکوي. ده زیاته کړه چې امنیتي سرتېري هم وخت په وخت د لټون عملیات کوي چې ورک کسان پیدا کړي. د شپږو کسانو د تښتونې ذمه واري چا نه ده منلې.
بشپړ راپور دلته واورئ