پاکستان کرکټ لوبډلې په دويم ټېسټ مېچ کې جنوبي افريقا ته په ماتې ورکولو سره د دوو مېچونو سېريز په خپل نوم کړ.
د فېبرورۍ پر اتمه په راولپنډۍ کې د دويم ټېسټ مېچ په پنځمه ورځ د جنوبي افريقا ټول ټيم په ۲۷۴ منډو اوټ شو او دا شان پاکستان دا مېچ په ۹۵ منډو وګټلو.
پاکستانۍ لوبډلې په خپل لومړي اننګز کې ۲۷۲ منډې وکړې او د جنوبي افريقا ټول ټيم يې په ۲۰۱ منډو وسوځاوه.
پاکستانۍ لوبډلې په دويم اننګز کې ۲۹۸ رنز جوړ کړل او جنوبي افريقا ته يې د مېچ ګټلو لپاره ۳۷۰ منډو هدف ورکړ خو په دويم اننګز کې د جنوبي افريقا ټول ټيم په ۲۷۴ رنز اوټ کړ او دا شان پاکستان مېچ په ۹۵ منډو وګاټه.
د پاکستان له خوا حسن علي تر ټولو زيات ۱۰ لوبغاړي اوټ کړل.
تر دې وړاندې پاکستان د کراچۍ په ټېسټ کې هم جنوبي افريقا ته په اووه وکټو ماته ورکړې وه.
د دواړه ملکونو ترمنځ به درې شل اوریزې لوبې د فېبرورۍ پر ۱۱مه، ۱۳ مه او ۱۴ مه په لاهور کې کېږي.