د لاسرسي ځای

تازه خبر

'چترالۍ نجونه د واده په نامه خرڅېږي'


کالاشۍ ښځې په خپله کلنۍ مېله کې
کالاشۍ ښځې په خپله کلنۍ مېله کې

په غریزه سیمه چترال کې د تحفظ حقوق چترال تحریک مشران وايي،له تېرو څو کلونو راهیسې له دغه ځایه د پاکستان نورو برخو ته له واده شویو ښځو سره د زور زیاتي او تشدد پېښې ډېرې شوي دي.


د تحریک مشر پیرمختار نبي فېبروۍ پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې په تېرو دریو لسیزو کې له چتراله له ۱۰ زرو ډېرې ښځې بهر واده شوي دي چې شاوخوا ۲۲ په کې د خپل خاوند یا سخرګنۍ لخوا وژل شوي دي.

دا ودونه څنګه کېږي؟ په دغه اړه نوموړي زیاتوي: "دلته دلالان دي چې دا کار د خپلې منافعې لپاره کوي، له بهره خلک راځي، بوډاګان راځي دا دلالان ترې پنځه یا شپږ لکه روپۍ واخلي، پنځوس شپیته زره یا لکه د جینۍ کور له ورکړي چې میلمنو له پرې ډوډۍ وکړي او نورې جیب ته اچوي. موږ ورته یو کمیټي جوړه کړې ده او درک لګوو چې بهر ته د واده شویو ښځو پوره شمېره څه ده خو زما په اندازه د شمېره له ۱۰ زرو اوړېدلې ده".

'کالاشي جينۍ او هلک د واده لپاره نه تښتي'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:50 0:00

پیرمختار نبي غوښتنه وکړه چې باید حکومت د سیمې پرمختیا ته پام وکړي چې د خلکو مالي حالت ورسره ښه شي او د ښځو حقونو لپاره دېقانون سازي وکړي.

د خېبر پښتونخوا حکومت له ډېر ځنډ وروسته بالاخر روان کال د جنورۍ پر ۱۵مه د یو قانون په منظورولو سره په ښځو کورنې تشدد جرم ګرځولی دی.

خو د ښځو د حقونو یوه فعاله شاد بیګم وایي چې قوانین کمزوري دي او عمل ورباندې نه کېږي.

نوموړې وايي:"له موږ سره ډېر پیاوړي قوانین پکار دي او ډېر واضحه او ښکاره قوانین پکار دی. دا ځکه وایم چې هر څوک پرې پوهېږي او یوه عامه کلیواله ښځه هم له خپلو حقونو خبر وي. او د دغه حقونو په ترلاسه کولو کې ورته خنډان نه وي. دې لپاره به ولسي فعالان، سیاسي فعالان او حکومتي ادارو ته رایوځای کیدل وي ، قوانین به جوړول او عملي کول وي، ګني نو دا ناسم دودونه او رواجونه به هم دغه شان روان وي."

د چترال یوه سیمه
د چترال یوه سیمه

بلخوا حکومت وایي چې واده یا نکاح کول د هر چا مذهبي او اییني حق دی نو څه بندیزونه پرې نه شي عملي کولې، خو په انتظامي کچه یې د پیسو په بدل کې د ښځو ورکولو پرضد ځینې ګامونه پورته کړي دي.

د اقلیتونو چارو لپاره د وزیراعلا سلا کار وزیرزاده کیلاش وایي، په دغه اړه د ولس د بیدارۍ لپاره مقامي انتظامیې او له ولس سره په شریکه کار کوي.

کیلاش زیاتوي: "زموږ په حکومت له چتراله بهر د ښځو ودونه ۷۰ فیصده راکم شوي دي، ځکه چې موږ په دې اړه له انتظامیې سره په شریکه کار کړی دی. اوس چې څوک واده له راځي د هغه په اړه ټول مالومات اخېستل کېږي، اسناد یې کتل کېږي. نور کار هم کوو چې له بهره څوک راځي له ځان سره به د خپلې ضلعې د پولیسو مشر سند راوړي. نور هم موږ په چا بندیز نه شو لګولې چې ته په دې کور کې واده مه کوه، یا دغلته خپل خور لور په واده کې مه ورکوه".

د یادونې وړ ده چې چترال د پاکستان هغه برخه ده چیرته چې د ښځو د خودکشۍ یا ځان وژنو شمېره هم ډېره ده چې یو علت یې ناخوښې وادونه هم دی. د چترال هیومن رایټس پروګرام په نوم د بشري حقونو یوې غیرسرکاري ادارې تر مخه په دغه سیمه کې د ۲۰۱۲ز او ۲۰۱۷ز کال ترمنځ ۱۵۰ ښځو ځانونه وژلي وو.

صوبایي حکومت په دغه اړه د مالوماتو راټولولو لپاره په ۲۰۱۸ز کال کې یو کمیشن هم جوړ کړی وو.

XS
SM
MD
LG