د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا او اروپا کې میلیونونه کسانو ته د "کوېډ-۱۹" ضد واکسین لګېږي


د فایزر کمپنۍ له لوري جوړ شوی د کروناویروس ضد واکسین
د فایزر کمپنۍ له لوري جوړ شوی د کروناویروس ضد واکسین

په ګڼو اروپايي هېوادونو او دغه راز امریکا کې به ژر میلیونونو خلکو ته د کورونا وایرس ضد واکسین ولګېږي.

د فایزر او بیو این ټیک کمپنیو واکسین به د روانې اوونۍ په پای کې په بریتانیا او بله اوونۍ په امریکا کې ګڼو خلکو ته پېچکاري شي.

امریکا، جرمني او بریتانیا به لومړني هېوادونه وي چې په راتلونکو ورځو کې به خپلو خلکو ته د کورونا وایرس پر ضد عمومي واکسین پیل کړي.

د امریکا او اروپا روغتیايي چارواکي وايي، چې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره به واکسینېشن په راتلونکو څو اوونیو کې تر نوي کال وړاندې پیل شي.

باور کېږي، چې بریتانیا به لومړنی هېواد وي چې د فایزر او بیو این ټیک کمپنیو له لوري جوړ شوی واکسین د دسمبر په اوومه پیل کړي.

همداراز اټکل کېږي، چې له بریتانیا وروسته د دسمبر په لسمه د امریکا د خوړو او درملو ملي اداره دا واکسین تایید کړي او خلکو ته یې پېچکاري پیل شي.

په امریکا کې هېڅ درمل تر هغو ډاکتران تجویزولی نه شي چې د خوړو او درملو اداره یې تایید نه کړي.

مخکې رویټرز خبري اژانس ویلي و چې فایزر کمپنۍ به د امریکا د درملو او خوړو له ادارې د جواز له ترلاسه کولو ۲۴ ساعتونه وروسته ټولو ایالتونو ته واکسین ورسوي او له خلکو به وغواړي چې د واکسین د ترلاسه کولو لپاره چیري مراجعه وکړي.

د امریکا د سري ناروغیو او د الرجي ملي انستیتیوت رييس انتوني فاوچي سي این این تلویزیون ته ویلي، لومړی به طبي کارکوونکو او زړو ته واکسین ورکړل شي.

د امریکا د انتاني ناروغیو او د الرژۍ د ملي انستیتیوت رييس انتوني فاوچي
د امریکا د انتاني ناروغیو او د الرژۍ د ملي انستیتیوت رييس انتوني فاوچي

له بلې خوا د جرمني چارواکو په وروستیو ورځو کې ویلي چې د اروپايي پارلېمانونو له لوري له تاییده وروسته به خپلو وګړو ته روانه میاشت واکسین ورکړي.

د جرمني د روغتیا وزیر ینڅ شپان ویلي، فکر کوي چې بیو این ټیک واکسین به د دسمبر تر نیمايي پورې تایید شي.

ویل کېږي، چې د اروپا د درملو اداره، چې په اروپايي اتحادیه کې د درملو د تایید او رد واک لري، راتلونکې میاشت د فایزر- بیو این ټیک او دغه راز مودرنا د واکسین په اړه پرېکړه کوي.

د دواړو واکسینونو په اړه ویل شوي چې وګړو ته د کورونا وایرس د لګېدو ۹۵ فیصده مخه نیسي او هېڅ راز بل تاوان نه لری.

د اروپايي اتحادیې د درملو د ادارې له اجازې وروسته به د اروپا په ۲۷ هېوادونو کې د روان کال تر پایه مخکې ملیونونه وګړي واکسین شي.

د فایزر کمپنۍ د چارواکو په وینا، هر څوک باید د درو اوونیو په منځ کې دوه ځلې دوه خوړه (ډوزه) واکسین شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG