د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ټلیفوني خبرو کې ترکي ته د امریکا د ملاتړ ژمنه تکرار کړه.
سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې د فبرورۍ پر ۲۸مه ویلي چې د اسد رژيم، ایران او روس باید د شام په ادلیب کې حملې ودروي.
دا خبرې وروسته له هغه شوي چې د روس په ملاتړ د شامي ځواکونو په یوه هوايي حمله کې ۳۳ سرتېري ووژل شول.
دغې کړنې ترکې مجبوره کړو چې سخت ځواب ورکړي.
له دې سره د روس او ناټو غړي ترکيې ترمنځ وضعیت نور هم ترینګلی شو.
سپینې ماڼۍ ویلي چې په شام کې د بشري ناورین مخنیوي په هدف به له ترکیې سره مرسته وکړي.
امریکا ویلي، له انقرې سره په شام کې د بشار اسد د رژیم پرضد په بیړنۍ توګه پر مرسته غور کوي.
دې چارواکي ویلي چې امریکا به د شام په ادلیب ولایت کې د شام حکومتي ځواکونو پرضد له ترکیې سره د معلوماتو شریکولو او پوخي مرستو په برخه کې ملاتړ وکړي.
دغه چارواکي چې نوم یې نه دی یاد شوی، ویلي چې په دغو مرستو کې د امریکا د نظامي واحدونو ښکېلتیا نه ده شامله.
د فېسبوک تبصرې