د امریکا د دفاع وزیر مارک اېسپر افغان چارواکو ته ویلي، له افغانستان سره د امریکا اوږد مهاله ژمنتیا برقراره ده.
د نوموړي دغه ډاډ د هغو اندېښنو د لرې کولو په موخه دی چې هسې نه واشنګټن له شامه وروسته له افغانستانه هم خپل ټول سرتېري وباسي.
اېسپر دغه څرګندونې د اکتوبر پر ۲۱مه په کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ دفتر کې کړي او ویلي یې دي چې امریکا اوس هم په افغانستان کې د خطرناکو ترهګري ګواښونو سره مخ ده.
نوموړي زیاته کړه، دا هرڅه باید د هغوی افغان او نورو اتحادیانو ته ډاډ ورکړي او په دې وروستیو اونیو کې د امریکې کړنې یا د سوریې په اړه اقدامات دې غلط نه کړل شي.
کابل ته د امریکا د دفاع وزیر له سفر سره هم هماله د هغه هېواد د استازو جرګې مشره نینسي پلوسي هم په ناڅاپي سفر افغانستان ته تللې وه او له هغېسره په دې سفر کې د کانګرس نور مشران غړي هم ملګري وو.
داواړو امریکايي مقاماتو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د لوړ پوړو امریکايي چارواکو او ځینو سرتېرو سره هم ملاقاتونه درلودل.