بنو ـ د خوست د ګلان کیمپ وزیرستاني کډوال وايي، د پاکستان حکومت ورسره ژمنه کړې چې دوی به واپس کوي خو تر اوسه یې د دوی غم نه دی خوړلی.
د شاهدین په نوم یو کډوال د ټیلیفون له لارې مشال راډیو ته وویل چې دوی له سختو ستونزو سره مخ دي او حکومت دې ورته د واپسۍ لارې برابرې کړي. هغه زیاته کړه:
"موږ دلته پنځه کاله تېر کړل، نور سخت تنګ یو، موږ ته دې حکومت پاکستان ته د تلو لپاره اقدامات وکړي."
د عربستان په نوم یو بل کډوال هم د ټیلیفون پر لار مشال راډیو ته وویل چې که د بنو په بکاخېل کیمپ کې ځای نه وي نو دوی به خپله د استوګنې څه چاره وکړي خو حکومت دې بس پاکستان ته د ورتګ اجازه ورکړي.
له شمالي وزیرستانه د پاکستان د قامي اسمبلۍ او د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ غړي محسن داوړ او میرکلام وزیر وايي، په افغانستان کې د مېشتو وزیرستانیو کډوالو د واپسۍ لپاره یې د حکومتي چارواکو سره په وار وار خبرې کړې دي.
دوی وايي،اوس هم د اړوندو چارواکو سره په تماس کې دي او امید کوي چې د ستونزې څه حل به راوباسي.
د شمالي وزیرستان د غلام خان تحصیلدار غني الرحمان وزیر مشال راډیو ته وویل چې د واپسۍ لپاره پنځو زرو نه زیاتو کورنیو ورسره نومونه راجسټر کړي دي. هغه وايي د دغو کورنیو د سیمو له وسله والو څخه د پاکولو بهیر سر ته رسېدونکی دی چې په تعقیب به یې د واپسۍ لړۍ پیل شي.
په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو له وجې لسګونه زره وزیرستانیان نورو خوندي سیمو ته په کډه کولو مجبوره شوي وو چې یو شمېر یې د افغانستان خوست او خواو شا ولایتونو ته هم تللی ول.
په دوی کې ډېری کډوال واپس شوي خو د چارواکو په وینا څه د پاسه ۵۰۰۰ کورنۍ لا هم د واپسۍ انتظار باسي.