د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې وسلوالو د بانکونو ۲ کارکوونکي او د هغوی ډرېور تښتولی دی


د پوځ سرتېري په میرامشا کې د پولیسو له پوستې سره ګزمه کوي - انځور له ارشیفه.
د پوځ سرتېري په میرامشا کې د پولیسو له پوستې سره ګزمه کوي - انځور له ارشیفه.

پولیس وايي، په شمالي وزیرستان کې وسلوالو د دوو بانکونو کارکوونکي او د هغوی ډرېور تښتولی دی.

د میرامشا د پولیسو مرکزي دفتر په بیان کې ویلي چې د جولای پر ۲۴مه د شخصي بانکونو دوه کارکوونکي د ورځنۍ دندې تر ختمولو وروسته بنو ته پر لاره وه چې په میرلي کې وسلوالو له ګاډي سره وتښتول.

بیان وايي، په تښتول شویو کې یو د بانک مدیر (مینېجر)، بل د دویم بانک کارکوونکی او درېیم یې ډرېور دی.

د هغو کسانو د تښتولو ذمه واري لا چا نه ده منلې خو پولیسو په بیان کې زیاته کړې ده چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

په شمالي وزیرستان کې تر دې مخکې هم وسلوالو ډلو خلک تښتولي دي. له دې پرته د ۲۰۲۴ز کال په سېپټېمبر کې وسلوالو هلته د نیشنل بانک مشر وژلی وو.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.

د جولای پر ۲۱مه وسلوالو په میرامشا کې یو طالب قومندان او د هغه دوه ملګري ووژل. ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي ول چې قومندان تواب "حکومت پلوی" طالب وو. پر هغه د برید ذمه واري چا نه وه منلې.

تر دې یوه اونۍ مخکۍ، وسلوالو د شمالي وزیرستان په میرامشا کې یو ولسي مشر ملک محمد رحمان او د هغه ډرېور ووژل.

د مشال راډیو د غونډو کړیو ارقامو له مخې، سږ کال په شمالي وزیرستان کې ۱۵ هدفي حملې شوې دي.

حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د جولای پر ۱۳مه په سوات کې خبري غونډې ته وویل، حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.

XS
SM
MD
LG