یو لوړ پوړي امریکايي چارواکي د اکتوبر پر اوومه وویل، د شام له شمالي پولې تر سلوپورې د امریکايي سرتېرو نورو سیمو ته لېږدونه له دغه هېواده د امریکايي سرتېرو د ویستلو په مانا نه ده.
ترکي په یاده سیمه د حملو هوډ ښکاره کړی دی.
د انتظامي امورو دغه چارواکي د کانفرنس کال له لارې رسنیو سره په خبرو کې هغه راپورونه رد کړل چې ګینې واشنګټن له دغه جنګځپلي هېواده په مکمله توګه د وتلو پلان لري.
دغو ګومانونو، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د هغه ترک سیال رجب طیب اردغان ته له خبرداري ورکولو وروسته سر پورته کړی.
ټرمپ ویلي وو، که د شام په هغو سیمو کې چې ترکیه پرې د بریدونو پلان لري کوم امریکايي سرتېري ته تاوان ورسېد، نو دا به د انقرې لپاره ډېره لویه ستونزه جوړه کړي.
ترک ځواکونه د شام په شمال ختیځو سیمو کې، د کردانو په مشرۍ کې د جنګیدونکو ځواکونو خلاف د حملو نیت لري.
رایټرز اژانس د دوو امریکايي چارواکو په حواله چې نومونه یې نه دي اخېستل شوي او پرون یې دغه څرګندونې کړي، لیکلي چې امریکايي ځواکونو په تل ابیاد او راس العین کې د څارنې دوه پوستې خالي کړي دي.