د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زرګونو خلکو د محسن داوړ او علي وزیر هرکلي وکړ


علي وزیر او محسن داوړ له هریپور زندانه له راوتو پس هرکلي ته له ورغلیو ملګرو سره. ۲۰۱۹، ۲۱م سېپټېمبر
علي وزیر او محسن داوړ له هریپور زندانه له راوتو پس هرکلي ته له ورغلیو ملګرو سره. ۲۰۱۹، ۲۱م سېپټېمبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښان او د قومي اسمبلۍ غړي علي وزیر او محسن داوړ له زندانه تر خوشي کېدو وروسته وزیرستان ته رسېدلي دي.

علي وزیر ته د جنوبي وزیرستان په واڼه او محسن داوړ ته د شمالي وزیرستان په مرامشا کې په زرګونه کسانو هرکلی ووایه.

محسن داوړ په میرلي کې د زرګونو کسانو غونډې ته چې د ده هرکلي ته ورغلي ول، وویل، چې تر څو یې په زندان کې بند د پي ټي اېم غړي راخوشېکړي نه وي خپلځان په په زندان کې احساسوي. نوموړي په خپله وینا کې د ځینو بندي غورځنګیانو لکه عالمزېب مسود، ملا بهرام، کاکا شفیع ترین، حنیف پښتین او بلال نومونه یاد کړل. هغه په خپله وینا کې زیاته کړه چې خپل ټول ژوند یې د خپل ولس د حقونو لپاره سپارلی دی او هېڅکله به له خپلې مبارزې پرشا نه شي او خپله دا مبارزه به یې تر هغو روانه وي چې خپل وطن ته یې امن نه وي راوړی.

محسن داوړ دا مهال په خپل پلرني ټاټوبي درپه خېلو کې دی. د هغه ځینو سرچینو مشال راډيو ته ویلي چې نوموړی به له دې وروسته د خړکمر په پېښه کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو له کورنیو سره د لاسنیوې لپاره ورځي.

علي وزیر بیا په واڼه کې د هغه هرکلي ته ورغلیو زرګونه کسانو ته په خپله وینا کې وویل چې اوس ولس پوی دی چې په دغه سیمه کې پټمخي او جوتمخي څوک دي او څوک یې ترشا ولاړ دی. د نوموړي وینا وه دوی ځکه راوتلي دي چې دلته د پښتنو پر خاوره د تویې شوې وینې احتساب وشي، چې په دا دومره لوی شمېر کې پښتانه چا ووژل او ولې یې ووژل او د دې لپاره اواز اوچتول یې جمهوري او اییني حق دی.

د پارلېمان دواړه غړي محسن داوړ او علي وزیرد مې پر ۲۶مه د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې د ډزو تر هغې پېښې وروسته نیول شوي ول چې پوځ او پښتون ژغورنه غورځنګ یې پړه پر یو بل اچوي.

پر هغه ورځ، د پوځ له وینا سره سم، پر سرتېرو تر برید وروسته په ځوابي ډزو کې درې کسان وژل شوي او ۱۰ ټپیان ول. خو غورځنګ وايي، د سرتېرو په ډزو کې ۱۴ کسان وژل شوي او تر ۴۰ زیات ژوبل شوي ول. علي وزیر پر هغه ورځ نیول شوی وو او محسن داوړ وروسته ځان پولیسو ته سپارلی وو.

دوی داوړه د سېپټېمبر پر ۲۱مه د خیبر پښتونخوا د هریپور له زندانه په ضمانت پرېښودل شوي دي.

XS
SM
MD
LG