په سعودي عرب کې د تېلو پر تنصيباتو له بريدونو وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ متحده عربي اماراتو او سعودي عرب ته د اضافي سرتېرو د استولو امرکړی دی.
د ولسمشر ټرمپ د حکومت ډېری غړي د دغه برید لپاره ایران تورنوي چې تهران یې ردوي.
د سېپټمبر پر۲۰مه پينټګان وويل چې هغوی لا تر اوسه د کومې خاصې پوځې دستې سیمې ته د استولو پريکړه نه ده کړې او نه د ايران پرضد د څه پوځي اقداماتو اخېستو ذکر شوی دی.
د امریکا دفاع وزير مارک ايسپر ویلي چې دا ګام د سعودي عرب او متحده عربي اماراتو لخوا د هوایي حدودو او د توغنديو دفاع کې د پیاوړتيا د غوښتنې وروسته پورته کړل شوی دی.
هغه زیاته کړه د پوځي سرتېرو استولو يوازېنی مقصد د تاوتريخوالي مخه نيول دي.
تر دې وړاندې سعودي عرب درخواست کړی وو چې د دغه هېواد د مهمو تنصيباتو د دفاع لپاره دې نړۍ مرسته وکړي.
ايسپر وويل چې په څو ورځو کې به سعودي عرب او متحده عربي اماراتو ته د استول کيدونکو پوځي سرتېرو د شميرې په اړه تفصیلات په ډاګه شي.
نوموړي زیاته کړه، واشنګټن نه غواړي چې له ايران سره په کومه شخړه کې ښکېل شي خو د هر ډول حالاتو لپاره به چمتو وي.