د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغانستان او پاکستان دې د تورونو پر ځای د راتلونکو نسلونو غم وخوري"


په اسلام اباد کې پر افغان سوله غونډه شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:12 0:00

اسلام اباد کې د افغان او پاکستاني پلاوو غونډه

اسلام اباد - د افغانستان او پاکستان د غېرحکومتي وګړو ترمنځ د افغان سولې په ګډون پر يو شمېر موضوعاتو خبرې شوې دي.

پرون (د اګست پر ۲۱مه) په اسلام اباد کې ((له پولو اخوا ته)) په نوم غونډه کې افغان ګډونوالو پر دې خبرې ټينګار وکړ چې پاکستان کولای شي طالبان له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کېنوي، خو د غونډې پاکستانيو ګډونوالو بيا نظر لاره چې پاکستان پر طالبانو دومره نفوذ نه لري چې څومره ترې افغانستان تمه کوي.

دا غونډه په اسلام اباد کې د څېړنې او امنيتي مطالعاتو د مرکز لخوا جوړه شوې وه. د غونډې ګډونوالو وويل چې پر يو بل د تورونو پر ځای دې د سوله ييزې فضا او د راتلونکو نسلونو د ښه سباوون لپاره کار وکړل شي.

افغان ډلې دا غوښتنه هم وکړه چې په پاکستان کې دې د افغان رسنيو د خپرېدو اجازه ورکړل شي.

په ياده غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت پر زياتولو هم خبرې وشوې. د افغانستان او پاکستان د غېر حکومتي غړو ترمنځ دې غونډه کې د دواړو خواوو د پارلمان غړي، پخواني سفارتکاران او پخواني پوځي چارواکي شامل دي.

XS
SM
MD
LG