ځانګړو قرغېزي پوليس سرتېرو د قرغېزستان د پخوانی ولسمشر الماس بېګ اتمبایېف پر کور چاپه وهلې.
تر دې مخکې د نوموړي نيولو لپاره ترسره شوي عمليات ناکامه شول.
په دغې موقع د اتمبایيف د پلويانو او سرتېرو ترمنځ په نښته کې يو سرتېری وژل شوی او لسګونه ژوبل دي.
په سيمه کې د مشال راډیو خبريال وايي چې په کوم کور کې اتمبایيف او د هغه لسګونه پلويان پټ شوي ول، پر هغو د چاپې پر مهال پوليسو لاسي بمونه او اوښلن ګيس وکارو.
دا ګام لږه شېبه تر هغه وروسته پورته کړل شوی چې د اتمبايیف د ملاتړو لخوا د لومړیو عملياتو پر مهال نيول شوي شپږ ځانګړي ځواک سرتېري خوشې کړل شول.
د اګست پر اوومه هم ځانګړو ځواکونو د اتمبایېف د نيولو لپاره کارروايي وکړه چې پکې يو سرتېری ووژل شو او ۵۲ ژوبل شول خو نوموړی و نه نيول شو.
الماس بېګ اتمباییف چې کله له ۲۰۱۱ز کاله تر ۲۰۱۷ز پورې ولسمشر وو نو له خپلې څوکۍ د ناوړه ګټې اخیستنې له کبله پرې پېنځه مقدمې جوړې شوي دي.
په دې کې د درغلۍ، له خپلې څوکۍ د ناوړه ګټې اخیستو او په غير قانوني توګه د مالداره کېدو مقدمې شاملې دي.
اتمبایېف دغه ټول تورونه ردوي او وايي چې د دې ترشا سياسي محرکات دي.