د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وسلو د نوي تړون لپاره د ټرمپ وړاندیز نه منو: چین


د چین بیرق.
د چین بیرق.

چین د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه وړاندیز رد کړی چې دوی دې د امریکا او روسیې سره یو ځای د وسلو په یو نوي تړون کې برخه واخلي.

دا ګام د واشنګټن او مسکو ترمنځ د ۳۱ کلن اټومي تړون تر ختمېدو وروسته پورته کېدونکی دی.

په امریکا کې د چین سفیر ژانګ ـ جون د اګست پر دویمه وویل، بیجنګ د منخني واټن د اټومي ځواک ای اېن اېف په ماتېدو افسوس کوي خو هغه نه ګڼي چې هېواد به یې د ولسمشر ټرمپ په غوښتنه د وسلو د یوې نوي معاهدې برخه جوړ شي.

ای اېن اېف یا د منځني واټن اټومي ځواک تړون پر پخوانی شوروي اتحاد او امریکا د کروز او بیلیسټیک توغندیو له جوړولو وړاندې کولو او د پنځو سوو او پنځو زرو کیلو میټرو په واټن کې پر ځمکه د استعمالولو څخه منع کړي وو.

په ۱۹۸۸ز کال کې د امریکا ولسمشر رونالډ رېګن او د پخواني شوروي اتحاد ولسمشر میخایل ګوربچوف پر دې تړون لاس لیکونه کړي وو.

امریکا او ناټو دواړو روسیه ملامته کړې چې د 9M729 میزایلو په جوړولو یې د تړون سرغړونه کړې ده.

مسکو بیا وايي چې د دوی توغندي د ۵۰۰ کیلو میټرو په کم واټن کې فعالیت کوي او پر امریکا یې تور پورې کړی چې تړون یې مات کړی دی.

XS
SM
MD
LG