د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ایران د بندیزونو سختولو دړکه ورکړی او یو ځل بیا يې د ایران او نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ شوی اټومي لوظنامه غندلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د اټومي وسلو د څار ادارې د لوظنامې د ایران د سرغړونو په اړه بیړنۍ ناسته کړې ده.
ولسمشر ټرمپ د جولای پر۱۰ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، بندیزونه به ژر نور هم سخت کړل شي.
ایران تر اوسه له لوظنامې سره ژمن پاتې شوی وو، خو د تیرې اونۍ په پای کې يې د یورانیم د غني کولو کار په لوظنامه کې د مقرر شوي حد نه واړاوه.
ایران غوښتل چې له دی لاری د امریکا د بندیزونو د ځان خوندي کولو لپاره په اروپايي ټولنه فشار واچوي.
د ملګرو ملتونو د اټومي وسلو د څار په اداره کې د ایران استازي کاظم غریب عبادي وویل، ایران د اټومي لوظنامې په مکمله توګه عملي کولو ته اماده دی، خو که د لوظنامې نور برخه وال هم دغسې وکړي.