د عوامي نېشنل ګوند د پېښور ښار مشر سرتاج خان د ناڅرګندو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
د پېښور د لیډي ریډنګ روغتون ویاند عاصم له مشال راډیو سره په خبرو کې د سرتاج خان د مړینې د خبر پخلی وکړ.
د عوامي نشنل ګوند پر دې ځوان مخکښ سرتاج خان د جون پر ۲۹مه د پېښور له کلبهار تاڼې سره نیږدې ډزی شوې دي.
سرتاج خان د پيښور په تېرو بلدیاتي انتخاباتو کې د ځايي کونسلر څوکۍ هم ګتلې وه.
د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې.