د لاسرسي ځای

تازه خبر

د همالیا واروین کمرونه په تېزۍ ویلېږي: څېړنه


د همالیا غر لړۍ د هند، چین، نیپال او بوټان په خاوره کې ده. عکس له ارشیفه
د همالیا غر لړۍ د هند، چین، نیپال او بوټان په خاوره کې ده. عکس له ارشیفه

یوه نوې څېړنه ښيي چې د همالیا غره واورین کمرونه د روانې پېړۍ له پیل راهیسې په دوه چنده چټک رفتار ویلېږي چې دا د اسیا سلګونه میلیونه اوسېدونکیو ته د اوبو رسولو عمل ګواښي.

ساینسپوهانو له اوږدې مودې راهیسې د دې معلوملو لپاره کار کړی چې د سکرو، تېلو او ګیس له سوځولو سره د نړۍ تودوښي درجې لوړېدل څنګه او په څومره رفتار د غرونو واوره ویلې کوي.

دا نوې څېړنه چې د جون پر ۱۹مه خپره شوه پکې له سپوږمکیو څخه په هند، چین، نیپال او بوټان کې د همالیا غره د تېرو ۴۰ کلونو انځورونو شننه شوې.

په ساینس اډوانسېز نومي ژورنال کې خپره شوې څېړنه ښيي له ۲۰۰۰ز راهیسې هر کال د همالیا غره یو نیم فوټه یخ ویلي شوی چې دا له ۱۹۷۵ز څخه تر ۲۰۰۰ پورې د مودې پرتله د یخ اوبه کېدو دوه چنده تېز رفتار دی.

د ځمکې په شمالي او جنوبي قطبونو کې د واورې او یخ ویلېدو وار له مخه د اب و هوا یا اقلیم نظام بې ثباته کړی خو د همالیا د غره واورې کمېدل به د ۸۰۰ میلیونه وګړو پر ژوند ځکه نېغ اغېز ولري چې د همدې سرچینې د سیندونو په اوبو ولاړ دی.

ساینسپوهان وايي، په تېزۍ د یخ ویلي کېدل نه یوازې د څښلو او کرنې لپاره د اوبو مقدار کموي بلکې په راتلونکې کې په هند، پاکستان او چین کې سیمه ییزه او ان نړیواله ترینګلتیا زېږولای شي.

رویټرز اژانس لیکي، دا څېړنه پر داسې مهال خپره شوې چې د نړۍ د هېوادونو استازي د جرمني په بون کې سره ورغونډ شوي په ۲۰۱۵ز کال کې د اقلیم بدلون مخنیوي لپاره د پاریس پر موافقې بحث کوي او حکومتونه هڅه کوي چې په فضا کې د کاربن ډای اکسایډ کچ ټیټ کړي.

کاربن ډای اکسایډ د سکرو، تېلو او ګیس له سوځولو پیدا کېږي او ساینسپوهان وايي، په فضا کې د دې ګیس زیات مقدار، د نړۍ تودوښي درجه لوړوي چې له کبله یې د واورو سرچینې ژر ویلېږي.

د همالیا واورینو کمرونو په اړه څېړنې دا نه دي ویلي چې تر اوسه د هغه غره څومره یخي ویلې شوې دي خو یو لیکوال یې جاشوا ماورر ویلې، ښايي په تېرو څلور لسیزو کې یې څلرمه برخه واوره کمه شوې.

د واورینو کمرونو د جغرافیې شنونکي جوزف شیه دا څېړنه لوستې او رویټرز اژانس ته یې ویلي، پایلې ښيي چې د تودوښې لوړېدل ان د نړۍ د تر ټولو لوړو غرونو پر څوکو واورې ویلې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG